خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه!

ویسا:

لعنت په داسې ډيموكراسي!

سیاسي تحلیلګر:

ههههه شکر خدایه چې دموکراتانو آخر پخپله پر دموکراسي لعنت ووایه!

هیواد:

ولس د يوې پليدې لوبې قرباني

سیاسي تحلیلګر:

ایله چې عقل مو سر ته راغی.

ارمان:

پتريوس د افغانستان لپاره د امريكا جنګي تګلاره اعلان كړه

سیاسي تحلیلګر:

او هغه دا چې نور له طالبانو سره زور وهل ګټه نه لري.

اراده:

بيا هم يو طرفه د مړيو شمېرل؟!

سیاسي تحلیلګر:

ځکه چې دا بل طرف له شمیره وتي دي.

اصلاح:

د «لعنتي» تړون د دوام اړتيا څه ده؟

سیاسي تحلیلګر:

د غنی او عبدالله د جیبونو ډکولو تضیمن

عبدالکریم خُرم:

حکومت د امریکا په حمایې ډیموکراسي له مینځه وړي

سیاسي تحلیلګر:

لکه تاسې اخوانیانو چې د امریکا په حمایې اخوانیت له مینځه یوړ.

رویټرز:

امریکا په نوې ستراتېژۍ کې پر پاکستان د فشار لپاره درې انتخابونه په پام کې لري

سیاسي تحلیلګر:

ټَپ، ټِپ، ټُپ

نیویارک ټایمز ورځپاڼه:

د افغانستان په اړه د ټرمپ ستراتېژي تراوسه نه ده روښانه

سیاسي تحلیلګر:

په روښانولو کې یې زړه نا زړه دي.

اشرف غنی:

افغانستان کشوری برای تفرقۀ مذهبی نیست

سیاسي تحلیلګر:

ولی کشوری برای پخش و نشر مسیحیت است.

سرپرست ولسوال:

داعشیانو د جوزجان درزاب ولسوالي ونیوله

سیاسي تحلیلګر:

البته د امریکا په پوره ملاتړ او مرسته

ویسا:

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

سیاسي تحلیلګر:

که دوه اړخیزه شي بیا شارټ کوي.

اصلاح:

پنځم ستون شته؛ خو څوك يې نوم نه شي اخستلاى

سیاسي تحلیلګر:

زه به یې نوم واخلم. د امریکا لخوا جوړ شوی داعش

ماندګار:

افغانستان، اینبار بهای حضور داعش را میپردازد

تحلیلګر سیاسی:

تا که امریکا باشد بهای چیزهای زیادی را خواهد پرداخت

اراده:

څوك د ملت په غميزه كې خپل اسونه چاغوي؟

سیاسی تحلیلګر:

له جهاد نه منحرف شوي رهبران او قومندانان.

قوماندان امنیۀ بگرام:

ده کارمند ملکی میدان هوایی بگرام در یک کمین افراد مسلح کشته شدند

تحلیلګر سیاسي:

هیچګاهي از شمشیر رزمندگان سر به کف کشور مجاهد و سلحشور نجات نخواهید یافت.

مشرانو جرګه:

د الکوزي شرکت او حکومت ترمينځ د شوي تړون لغوه کول د اساسي قانون خلاف دي

سیاسي تحلیلګر:

اساسي قانون خو هغه مهال له مینځه ولاړ چې ګلمرجان په قدرت کې ګډ شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button