(غني او عبدالله د ډيورنډ پر کرښه پاکستان سره معامله کړې)

 

راپورتاژ: الماس خدرخېل—

شاوخوا دوه مياشتې مخکې د سپين بولدک د لقمان او جهانګير کليو پر سر د پاکستان مليشه او افغان ځواکونو تر منځ جګړه وشوه او دواړو لوريو يې دغه سيمه خپله بلله.

په سيمه کې د جګړې له امله د لسګونو پاکستاني مليشه او افغان عسکرو سربیره يو شمير ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه راز سلګونه کورنۍ کډوالې شوې.

وړمه ورځ د ياد کلي هغه سيمې ته چې جګړه پکې شوې وه د بلوچستان (آی جي اف سي ميجر جنرال نديم انجم) ورغلی و او د سيمې خلکو ته يې د امنيت ډاډ ورکړ.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې دغه کلي ۵۰ کيلو متره مربع مساحت لري او په سپين بولدک کې تر ټولو زیات نفوس لرونکې سيمه بلل کېږي.19424471_10154839978257106_3840024269741898043_n

څه موده وړاندې د کندهار يوه سيمه ييز خبريال خالد هادي ويلي و، چې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق او د هغه ورور (تادين) چې په سپين بولدک کې ځورواکی دی، د يوه ځانګړي پلان او معاملې له مخې د افغانستان دغه خاوره پاکستان ته ورپرېښې ده.

دغه راز د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکي فيض محمد ځلاند تازه په خپله فسبوک پاڼه ليکلي چې (د کندهار سپين بولدک د ډيورنډ تورې کرغيړنې کرښې ته څېرمه دجانګير او لقمان کلي په رسمي ډول پاکستان ته وسپارل شول).

نوموړی وايي، د ګډ حکومت مشرانو (غني او عبدالله) د ډيورنډ کرښه په پټه له پاکستان سره معامله کړې ده.19510444_10154839977057106_7235415473942057691_n

ښاغلی ځلاند زياتوي، په طورخم کې د پاکستان او افغان ځواکونو تر منځ د دروازو جوړولو پر سر جګړه وشوه خو په وينا يې چې (د ملي وحشت حکومت بيا په پټه پاکستان ته د دروازې لګولو اجازه ورکړه، هرڅه تالان شول).

هغه په هېوادوالو غږ کړی چې (د ملي وحشت چور واکي ( غني او عبدالله) مو د پښتون او تاجک په نامه جنګوي، په پټه یې د وطن خرڅلاو، چور تالان او ترهګرۍ ته ملا تړلې، له دې وحشته باید ځان خلاص کړو).

دا په داسې حال کې ده، چې تېره سې شنبه د پاکستان د پوځ له لوري په خپره کړې خبرپانه کې وويل شول، چې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار لګوو چارې يې بيا پيل کړي دي.19598646_10154839977907106_6985898017734018964_n

شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان له لوري دغه کار به تاو تریخوالی لا زیات او د کرښې دواړو خواو ته د میشت پښتنو ژوند به نور هم سخت کړي.

پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ دکرښې په نوم ۲۶۴۰ کلو میټره اوږده پوله پرته ده، چې کله هم افغانستان د نړیوال سرحد په توګه نه ده منلې خو اوس داسې ګمان کېږي چې د ګډ حکومت مشرانو له پاکستان سره په دې پوله معامله کړې وي.

دغه کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانوي هند او د افغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان خان لخوا د ترسره شوي یو تړون پر اساس راښکل شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button