سره له دې چې د اختر په شپو ورځو کې په دې ولایت کې د هوایی ډزو له کبله لسګونه تنه ټپیان د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته ور وړل شوي ، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په اختریزو ورځو شپو کې د ګڼو ترافیکي پیښو څخه هم خبر ورکړی دی.
د دوی په وینا چې د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د جلال اباد په ښار او ټولو ولسوالیو کې د ټرافیکې پېښو له کبله ددغه ولایت د عامې روغتیا روغتون ته د لسو مېرمنو په ګډون ۱۶۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.
د رسنیز دفتر په وینا چې یادې ټرافیکي پېښې ډېری يې د موټر سایکل او موټر چلوونکو د ګړندي تګ له کبله رامنځته شوې دي
د موټرو له ګڼې ګوڼې په دې ډک ښار کې روزانه د ترافیکي پیښو راپورونه ورکول کیږي·
دا پداسې حال کې ده چې د ننګرهار په ګډون د هیواد په اکثریت ولایاتو کې خلک د ترافیکو له تبعیضي چلند څخه شکایات کوي،د دوی په وینا چې ترافیک له بیروبار ډکو لارو کې د زورواکو او حکومتي کارمندانو کاروانونو ته اجازه ورکوي خو د عامو خلکو ستونزې په نظر کې نه نیول کیږي.
بلخوا بیا د ترافیکو مسؤلین د خلکو یاد شکایات مني خو وایی چې زور واکي، اولوړ پوړي چارواکي یې تحدیدوي او د لارې د نه خلاصون په له کبله ورته ګواښونه کوي.
حکومتي مسؤلین بیا ډاډ ورکوي چې که دوی ته په وخت خبر ورکړل شي د قانون ماتونکو په ضد به عملي ګامونه واخلي


















