د خبرونو په اساس د پوځ یوه افسر د دې هیواد د پلازمېنې کاراکاس په فضا باندې چورلکه ګرځولې ده او په څو سیمو یې بریدونه کړي.
د وینزیویلا یوه وزیر رسنیو ته ویلي، چې چورلکې د کورنیو چارو پر وزارت ۱۵ ډزې کړې او څلور ګرنېټه یې د سترې محکمې پر ودانۍ هم غورځولي
په خواله رسنیو کې خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې یوه چورلکه د ښار په فضا ګرځي چې وروسته د ځینو ډزو غږونه هم اورېدل کیږي.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې لاریونیانو د دې هیواد د ولسمشر نیکولاس مادورو په مشرۍ د کیڼ لاسي دولت پرضد پراخ لاریونونه وکړل چې دغه هېواد یې اوس له پراخ سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ کړی .
د څارنوالۍ د شمېرو له مخې، په لاریونونو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د چورلکې پیلوټ افسر ځان اسکار پرز معرفي کوي، او په انسټاګرام یې یوه خبرپاڼه پداسې حال کې خپره کړې چې ترڅنګ يې مخ پټي وسله وال کسان ولاړ دي، نوموړي له خلکو غوښتي چې د وینیزویلا د مجرم دولت مخالفت وکړي.
د دې هیواد ولسمشر نیکولاس مادورو دا پېښه یو ترهګریز عمل بللی دی.