چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امریکا په افغانستان کې جګړه خپله کوي خو سوله، له چینه غواړي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 29, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
113
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

له څه وخته چې امریکا پر افغانستان د ناټو د غړیو هېوادونو په ملګرتیا یرغل کړی دی، له یوې خوا جګړې ته دوام ورکوي او له بلې خوا د افغانستان په سوله کې د ګاونډیانو، سیمې او ځینې وخت د نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد تېره ورځ ویلي چې که چین په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وي، باید پر پاکستان فشار راوړي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دا ثابته شوې ده چې امریکا په افغانستان کې کله جګړه پیل کړه د هېڅ یوه ګاونډي او یا د سیمې د هېواد رایه ورسره نه وه، بلکې پر افغانستان د امریکایي پوځونو د یرغل مخالفت یې کړی دی. په افغانستان کې چې څومره تباهي امریکا وکړه، نه یواځې دا چې افغانستان ته یې تاوانونه ورسول، بلکې ګاونډي او د سیمې هېوادونو ته یې هم  ورسول او دا دی د ترهګرۍ اور منځنۍ اسیا ته په رسېدو دی.

په افغانستان کې امریکا جګړه په خپل سر او خپله خوښه پیل کړې ده. د ناټو دغړیو یوه هېواد مشوره او رضایت ورسره نه شته. په خپله بادارۍ او سرزورۍ سره د ناټو د غړو پر هېوادونو د بروکسل په غونډو کې د جګړې تاوانونه ورتپي.

امریکا لکه څرنګه چې په افغانستان کې د خپلو غلامانو سره دوه مخې پالیسي شړي، دارنګه د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره یې هم دوه مخې پالیسي غوره کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګون، لوی درستیز او کله د استخباراتو چارواکي پاکستان، ایران او روسیه په افغانستان کې په لاسوهنو تورنوي. د جګړې د دوام او وسله والو ملاتړي یې بولي او چې کله د پاکستاني چارواکو سره لیدنه کوي بیا د افغنستان په سوله کې د پاکستان رول اړین بولي.

د رواني میاشتي په سر کې چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د شخړې د حل په اړه له خپله اړخه مرسته او د پاکستان- افغانستان ترمنځ منځګړتوب اړین وباله او افغان چارواکو ته یې د مرستو ډاډ ورکړ. خلیلزاد د چین مرستې ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان د شخړې حل کې د چین کردار اړین دی، خو چین باید پر پاکستان هم فشار راوړي چې خپل هدف ته پرې ورسېږي.

د امریکا لوی درستیز د افغانستان لپاره پر ستراتیژۍ د وروستیو خبرو لپاره کابل ته راغلی و،  خو د دفاع وزیر جنرال جیمز ماټیس یې په همدې منظور جرمني ته ولاړ.

د افغانستان او سیمې د هېوادونو سره د امریکا د دوه مخې پالیسۍ بل ثبوت دا دی چې د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ لپاره د ناټو د غړیو هېوادونو سره به د بلجیم په پلازمېنه، برکسل کې په جوړېدونکې غونډه کې ماټیس وګوري او په افغانستان کې د جګړې په دوام به ورسره بحث وکړي؛ خو له چینه غواړي چې د افغانستان د شخړې په اړه پر پاکستان فشار راوړي.

د هېوادونو سره د امریکا همدا دوه مخې پالیسي ده چې په افغانستان کې جګړه خپله کوي؛ خو سوله له چین او نورو ګاونډیو هېوادونو غواړي.

مخکینې مطلب

امریکا افغان ترجمانانو ته نوی ژوند ور وباښه

بل مطلب

خاطره ای از عید - بخش دوم

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com