لیکنه : کریم الله جواد
الله تعالی فرمایی: قد افلح المؤمنون (سورت مؤمنون)
ژباړه: په باوري ډول مؤمنانو بری موندلی دی.
د کلمة الله د اعلی په لاره کې، د حق د لښکر سره د استقامت او ثبات په صورت کې، الله تعالی د بري کلکه ژمنه او وعده کړي ده او کامیابي یې حتمي ده. خو باطل لښکر چې د حق په وړاندې بې رحمه جګړه کوي، که څه هم هر څومره زیات او په هر ډول وسایلو سمبال وي، الله ج یې د ناکامي او ذلت ټینګه ژمنه کړي ده.
قرآنکریم فرمايي” انه لا یفلح الکافرون” المؤمنون/ ۱۱۷.
ژباړه: بېشکه کافران هیڅکله نشي کامیابیدی.
نو د ننګونو، غیرت او ویاړونو ډک ټاټوبي ته راتلونکي کفري او یرغلګرې لښکرې هیڅکله کامیابي نشي ترلاسه کولای، د هغو شیطان صفته سیاسیونو او کارپوهانو نظر، چې له مخې به یې راتلونکي وحشی یرغلګر د فشار د وسیلې په ډول وکارول شي، چې په پایله کې به یې افغانان د برحقې دعیې څخه تیر او له ماتې سره به مخامخ شي، دا یوازې خیال ده او بس، ځکه که د فوځونو په زیاتولو، ظلم، وخشت، او وژلو سره دا ملت ایل او تابع کیدای، نو بیا به دا هیواد د امپراتوریو هدیره نه بلل کیدای.
هغه کسان چې د یرغلګرو راتګ ته هرکلی کوی، دوی افغانان نه دي، بلکې دوی د افغانانو غیرت، عزت، ناموس عنعنات د ناچیزه مادیاتو په مقابل کې خرڅ کړي، او د ویاړلي تاریخ بې ایمانه، بدرنګه او تورمخي مجرمان دي.

















