سپینې ماڼۍ خبر ورکړی چې وروسته له ډیرو بحثونو پدې سلا شوي چې ټرمپ او پوتین دې سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک ماستر تیره ورځ رسنیو ته وویل چې امریکایی مشر ټرمپ به د جولای په ۷ مه نيټه د جی ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې چې د جرمني د هامبورګ په ښار کې جوړیږي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ لیدنه وکړي.
د ماسټر په وینا چې ولسمشر ټرامپ به راتلونکې اونۍ د جرمني ښار ته ورسیږي.
د نوموړي له قوله چې د یاد سفر د اجنډا په اړه به وروسته وضاحت ورکړي چې دواړه مشران به په کومو موضوعاتو بحث وکړي.
په روسیې تور ده چې د ټرمپ په ګټه یې په امریکایی انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکې په سوریه ،او افغانستان کې د لاسوهنې، او یو لړ نورو موضوعاتو په سر خړې شوې دي.


















