له کاناډا وروسته جورجیا هم افغانستان ته د عسکرو له استولو ډډه وکړه .

د جورجیا ددفاع وزیر لووان ایزوریا په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې جورجیا به له استول شوو سرتیرو پرته نور هیڅ سرتیری افغانستان ته ونه لیږي.
د ده په وینا د همدې استول شویو عسکرو په مټ به هڅه کوي تر څو افغان عسکرو ته روزنه ورکړي او په جګړو کې به برخه نه اخلي.

جورجیا د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۸۷۰ تنه سرتیري افغانستان کې لري او د دفاع د وزیر په وینا یې نور دهیڅ عسکر د را استولو هوډ نلري.
له دې څخه مخکې کانډا هم ورته اعلان کړی ؤ او افغانستان ته یې د عسکرو له استولو ډډه کړې وه.
د ناټو د دفاع دوزیرانو په غونډه کې هڅه وشوه ترڅو یوځل بیا دناټو غړي هیوادونه افغانستان کې سرتیري زیات کړي معلومه نده چې نور هیوادونه به افغانستان کې د بیا پوځي حضور لپاره زړه ښه کړي او کنه  خو داسې ګنګوسې دي چې غونډه بې نتیجې پای ته ورسیده او تر اوسه دبرتانیا د ۱۰۰ عسکرو د اعلان  پرته بل هیڅ هیواد افغانستان ته د سرتیرو استول ندي منلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button