لیکوال : امین وردګ
په ننۍ ټولنه کې ډېری هغه کسان پټ دي چې سبا به يې اتلولۍ ستایل کيږي او خلک به يې مزارو ته د ګلونو ګېډۍ وروړي ؛ مګر هغه به کومې اتلولۍ وي چې : راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي ؟ او هغه خلک به څوک وي ؟ او نن يې چېرې ولټووو ؟
آیا نن موږ هغه کسان پېژندی شو چې سبا به اتلان یاديږي ؟
دا تر ټولو پېچلې موضع ده !
۱ – آیا هغه خلک به د سبا اتلان وي چې : نن ډېر مال او ثروت لري ؟
۲ ـ آيا هغه خلک به د سبا اتلان وي چې : نن پوره واک او قدرت لري ؟
۳ ـ آیا هغه خلک به د سبا اتلان وي چې : نن يې ډېرې وژنې کړې ؟
۴ ـ آیا هغه خلک به د سبا اتلان وي چې : نن يې ډول ـ ډيل برابر دي ؟
مګر نه ! دا یوهم د سبا اتل نشي کېدای.
د سبا اتل په پروني تاریخ کې وګورئ ، هلته شته !
کله مو چې د پرونيو اتلانو سيرت او صورت دواړه ولوستل ، نو عادتونه او خاصیتونه يې درته معلوميږي ، بیا راشئ او په نننۍ ټولنه کې وګورئ چې همغه عادات په کومو کسانو کې شته ؟
نو په هر چا کې مو چې د پرونيو اتلانو عادتونه وموندل همغه د سبا اتل دی ؛ اګر که نن به يې خلک په بدو نومونه سره تاته در پېژني ، خو پام چې غلط نشې ، همدغه کس ټينګ کړه چې ته هم اتل شې !
بېلګې :
وړاندې به نه ځو ! په افغانستان کې به د هوتکو او ابدالیانو د زعامت له دورو څخه څو نمونې را واخلو : دا چې خلک میرویس نیکه اتل یادوي هغه څه کړي ؟
احمد خان ته چې نن خلک بابا وايي ؛ هغه څه کړي ؟
همداراز چې خلک شاه محمود او شاه اشرف یادوي ؛ نو تاسو وګورئ چې هغوی کومې کارنامې لري ؟
نن چې ځيني لږکي پورته پورته غورځي نو تاسو وګورئ چې پرون هغوی کومه توره کړې ؟ که هسې پر موږ ځانونه پاسلي ؟
د دې د پاره چې لیکنه ډېره اوږده نشي نو یوازې په ځينو لنډو مطالبو بسنه کوو : په تاریخونو کې تر ټولو منفور او بد کس هغه یاد شوی چې : په خپل کور کې دښمن پالي کړې او د کور واک یې دښمن ته سپارلی وي ! اګر که دښمن به يې د کور یوه خښته د سرو ورکوي او بله د سپينو.
همدارزا ! په تاریخ کې تر ټولو محبوب کس هغه یاد شوی چې : په هر قيمت سره یې له خپله کوره دفاع کړې وي ؛ اګر که هغه کور به یوه خړه پړه جونګړه وي او د کور نسبت به هم نه ورته کيږي ، خو ده به یې واک چاته نه وي سپارلی !
د جرمني مشهوره څېره (هېټلر) یوه خبره کوي او وايي : ((په ټولنه کې تر ټولو غدار خلک هغه وو چې د خپل ملک په اشغال کې يې له ما سره مرسته کړې)) اوس تاسو دغې نکتې ته سم ځير شئ ! په ريښتیا هم تاریخ همداسې لیکي او هوښياران خلک هم همدا دي چې : خائن پېژني اګر که به هغه کس ډېر ښه هم ورسره کړي وي ، خو بیا به هم د غدار او خائن په سرتګه ورته ګوري ، نه د یوه دوست او خواخوږي په توګه او هېڅلکه باور هم نشي پرې کولای ځکه : هغه پدې پوه دی چې دغه کس که نن خپل کور او خپل ملک د ده پاره د (خپل ورور او خپلې ورندارې) په وینو ورته رنګوې ، نو آیا سبا به له ده سره ورته کړنه ترسره نکړې ؟
سلطان صلاح الدين ایوبي چې کله قدس کلابند کړ نو بیا یې د قدس پاچا ته یو ځری (استازی) ور ولېږلو چې هغه کسه له دغه پاچا سره یو وخت کې ډېرې مرستې هم کړې وې او ښه ورسره جوړ ؤ نو ځکه صلاح الدین هغه کس ورته خوښ کړ ؛ مګر د قدس یهودي پاچا د هغه سړي پر ځای له ایوبي صاحب نه هاغه ! بل کس وغوښت چې : په سلګونو یهود يې د جګړو په ډګر کې وژلي وو حال دا چې دغه بل بیا له یهودانو څخه یو کس هم نه ؤ وژلی ؟
سلطان يې د علت پوښتنه ترې وکړه ؟
د قدس پاچا ورته وویل چې : زه په دغه سړي اعتماد نشم کولای کوم چې تا راته خوښ کړی ! ځکه چې : په قدس کې د یهودي قلمرو په پراختیا کې دغه کس زما سره ډېرې مرستې کړې ، حال دا چې دا ستاسو یو مسلمان دی ، که یهودی وای ، بیا به مې د ده مرسته یوه درنه تحفه بللای ، مګر دی هغه وخت هم ستاسو پلوی او مسلمان ؤ ، اوس هم ستاسو یو برجسته قومندان دی ، نو اصل کې دغه سړی غدار دی او هر چې هغه بل دی ! په هغه ما بيخي ډېر لګښتونه کړي تر څو ګټه ترې واخلم ځکه چې هغه شجاع ؤ او ډېر څه یې کولای شوای ، مګر په ځای د دې چې له موږ سره مرسته وکړي ، هغه به يې په راتلونکې جګړه کې تر پخوا لا ډېر زموږ کسان را ووژل.
نو زه پوه شوم چې هغه زموږ سرسخت دښمن دی مګر غدار نه دی او دغه بل بیا زموږ نږدې دوست دی ، مګر غدار دی ! نو موږ نه غواړو چې پيمان له غدارانو سره امضا کړو.
پرون چې دری واره لويې برتانيې د افغانستان ځمکې لاندې کولې ؛ هغه داسې نه وه چې هغوی به کومې سيمې ته و رسېدل ، نو هلته به يې سلم له لاسه ټولوژنې پيل کړې ، بلکې د هغو سيمو واک به یې د همغو ځای خلکو ته سپارلو ، محلي خلکو به صرف د دوی په خوښه نظامونه جوړول او بس.
پرونۍ بريتانیا داسې وه لکه نننی بین الملل ! ځکه چې : نژدې په ټوله کوره یې راج چلېدلو ، نو موقف یې تر ننني (بین الملل) لا اهمیت لرلو.
هغه بله ورځ چې (نورمحمد ترکي) د افغانستان پاچا ؤ ! هغه خو د همدغه ملک سړی ؤ او د غزني په ناوه کې د یوه دهقان په کور کې زيږېدلی ؤ ، همدتله لوی شوی ؤ ، همدتله یې زدکړې کړې وې او ټول وخت يې د افغانستان په حکومتونو کې خدمتونه کړي وو ؛ همداراز (حفیظ الله امین) ! د پغمان ؤ ، چې د ده له پاچاهۍ نه وروسته (ببرک کارمل) راغی ، هغه هم د کابل اوسېدونکی ؤ ؛ د همدغه افغانستان ؤ ، همدلته پيدا شوی ؤ ، همدتله لوی شوی ؤ ، همدلته یې زدکړې هم کړې وې او ټول وخت يې د افغانستان په حکومتونو کې د نور منصبوالو په توګه خدمتونه کړي وو او کله يې چې یولک او پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) روسان افغانستان ته راوستل ، خو دوی ورته ویلي وو ! آن دوه (۲) کاله وړاندې لا دوی په کراتو مراتو روسانو ته زارۍ کړې وې چې : افغانستان ته زموږ د مرستې لپاره فځونه را وليږئ ! مګر روسانو به ورته ویل چې بیا نړیوال موږ ته د اشغالګرو په سترګه ګوري ، نو موږ به یوازې مرستې درسره کوو.
همداراز ډاکټر نجیب الله ! چې نن ځينې بې ضمیره او بې خبره ځوانان د شهید لقب هم ورکوي ، حال دا چې نجیب د (ببرک کارمل) صمیمي شاګرد ؤ او د روس په (اندرفوف مکتب) به يې فخر کولو او د حفیظ الله امین په دور کې یې دومره افغانان تر ټانګونو لاندې کړي چې : تاریخ به یې هېڅکله هم و نه بښي.
شاه شجاع خو د احمد شاه بابا لمسی ؤ ؛ نو ولې یې خلک بد یادوي ؟ هغه هم د افغانستان پاچاهي کړې ده ؟
محمد یعقوب خان ته ولې خلک خائن وايي ؟ هغه خو هم ښې کورنۍ ته منسوب ؤ ؟
همداراز امیر دوست محمد خان ، امیر عبدالرحمن خان ؛ چې اسلام ته يې لوی خدمت یې هم کړی او اوسنی نورستان چې هغه وخت کې کافرستان ؤ ؛ موږ ته يې په میراث پريښی او د هغې سیمې ټول وګړي يې مسلمانان کړي ؟
غازي محمد جان خان وردګ ولې خلک غازي او اتل یادوي ؟
همدا راز … ملا مؤمن ، احمد خان ، ملا اختر ، ملا مشک عالم ، محمد ایوب خان غازي او ملاله میوندۍ ؟
نو نتيجه دا اخلو چې : نن هم هر چا له غربي ښکېلاک سره مرسته کړې او لایې هم کوي نو دا ټول مشران او کشران به د سبا نسلونه د خائنانو او غدارانو په نوم سره پېژني او بلکل به څوک خدمتګار ورته و نه وايي اګر که هر څومره منډې ـ رامنډې به هم وکړي ځکه چې : د غدار او مزدور منډې د هغه د بادار په نوم سره یاديږي !
او نه به يې څوک په قبرونو ګلونه و پاشي ؛ بلکې داسې به يې نومونه او نښانونه ورک شي لکه : د پرونیو غدارانو چې ورک شول ! څوک به پيدا شي چې ماته د پرونیو مزدورانو مزارونه را وښيي ؟
زه تاسو ته یوه بېلګه وړاندې کوم :
د بې ادبۍ بښنه غواړم !
که یو ځوان له خپلو یوه نژدې دوست کره مېلمه شي او هلته يې شهواني غريزه ډېره غلبه پرې وکړي او بیا خپل کوربه دوست ته حال ووايي او هغه د ده د خوشاله ساتلو او مېلمه پالنې !؟ په نوم خپله کومه پېغله خور یا لور کوټې ته ورته راولي او بیا ورته ووايي چې : ته زما ډېر خوږ دوست یې ، نو دغه خور یا لور مې ستا د خوشالۍ لپاره درته راوستلې نو مهرباني وکړه ! خپله ستونزه د ورسره حل کړه تر څو آرام او خوشاله شې .
نو اوس زه له تاسو پوښتم چې : کله احساسات قابو شي نو دغه مېلمه دوست به يې په (کوربه دوست) لعنت ووايي که آفرین ؟ اګر که دغه راغلی مېلمه پاکلمنی هم نه وي ؟
قسم په الله کوم چې له هېواد او وګړو سره يې غداري همداسې بېلګه لري !
هر چا چې خپله خاوره بل چا ته په واک کې ورکړې او یايې ورکوي ؛ ماته خو همداسې ښکاري : لکه خپله خور یا لور چې چاته کوټې ته ورولي چې بیا به نو همغه مېلمه کس هم لعنت پرې وايي.
نن چې هر څوک زموږ ګران هېواد له پردیو سره معامله کوي ؛ ماته د ده او د هغه کس چې مايې کيسه وکړه هېڅ توپير نشته ؛ فرق نه لري چې دا کار هر څوک کوي ؛ احمد ، محمود ؛ قلبي او که مقصود ! خو چې صرف داسې کار وکړي.
نن چې زموږ په ملک کې د کومې خارجي الوتکې د داخلېدو خبره وشي نو بیا ځينې دولتي کارکوونکي په ډېره بې شرمۍ سره وايي چې : باید دا پوښتنه له امریکایانو وشي ؛ ځکه چې : زموږ هېواد فضا خو ټوله د دوی په واک کې ده.
ای شرمېدلو ! تاسو په همدغې خبره د مرګ لیاقت لرئ ، ځکه چې څوک شرم و نه لري د هغه لپاره مرګ پرده دی.


















