(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۱)
د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د درې قوماندانانو په ګډون ۱۲ اربکيان وژل شوي دي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، تېره ورځ وسله والو طالبانو د اربکيانو په يوه غونډه بريد کړی او ۱۲ تنه يې وژلي دي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ ساپۍ رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان د امنيتي چارواکو په لارښوونه د طالبانو پر ضد جګړې ته چمتو شوي وو، چې طالبانو پرې بريد وکړ.
بي بي سي د بلخ ولايت د استازو له قوله ويلي چې دغه کسان “د بلخ د امنیتي مسؤلینو په لارښوونه سیمې ته د وسله والو طالبانو سره د جګړې کرښې ته بېول شوي وو”.
ځايي اوسېدونکو کابل ټکی کام ته وويل، د طالبانو په بريد کې وژل شوي ټول وسله وال کسان د يوه پخواني قومندان غلام حضرت ګرګډي اړوند دي، چې سيمې ته د طالبانو سره د جګړې لپاره راټول شوي و.
بل پلو وسله والو طالبانو د ياد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دغه بريد کې د درې مهمو قوماندانانو (ولايت خان، غلام سخي او خان جو) په ګډون يې ۱۲ تنه اربکيان وژلي دي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې بريد کې دوی ته يو شمير درنې او سپکې وسلې هم په لاس ورغلي دي.
په دغه پېښه کې د ۲ طالبانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري او د دغې ولسوالۍ ډیری سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
-الماس خدرخېل-


















