فرمان الله نجرابوال
د ځایي طالبانو یوه ډلګۍ مشر ډېر ټینګار وکړ چې نن غرمه به زموږ جونګړې ته راځئ او زموږ فقیرانه ډوډۍ به له مونږ سره یو ځای خورئ. پښتانه وایي چې له کوره ووځې واک پردی شي او زموږ هدف هم له نږدې د طالبانو لیدل ول، هوکړه مو ورته وکړه.
موږ همدلته ناست و، شېبه وروسته یو تنکی ځوان چې تازه یې خط ـ بریت راغلي ول راغی. له علیک ـ سلیک وروسته یې وویل: مولوي ویل چې میلمانه کور ته راوله!
دا ځوان چې مستعار نوم یې زرقاوې وښود، مخکې روان و، او موږ ورپسې و. فکر مې کاوه چې اوس به یوه مجلل تعمیر ته ورځو، ځکه ما آوریدلي وو چې طالبانو او طالب مشرانو ته د بهرنیو هېوادونو څخه ډالر راځي.
زموږ کوربه مولوي صاحب چې د طالبانو ډلګۍ مشر و، ځکه مې فکر کاوه چې د مجلل قصر څښتن به وي، خو کیسه سرچپه وه. پر لاره مې همدا فکر کاوه چې زرقاوي یو ځای ته په إشاره راته وویل: کاکا جانه هاآآغه کور وینې چې پر دېوال یې پرده را ځړېدلې ده!؟
ــ هو، بلې، وینم یې.
ــ دا د مولوي صاحب كور دی.
بیا مې هم زړه ته نه لوېده چې د ډلګۍ مشر کور دې داسې وې، ځکه چې ډلګۍ مشر د لوړ مقام څښتن وي او د مشرانو لپاره په داسې یوه خټین کور او کږو وږو دېوالونو کې ژوندون إمکان نه لري.
ما په کابل کې د چارواکو كورونه لیدلي دي، د حکومت هغه ټیټ رتبه چارواکي هم پاخه او دومنزله کورونو لري! ځکه مې د مولوي صاحب قیاس پر نورو حکومتي او لوړ پوړو چارواکو كاوه.
تعجب یووړم چې طالب مشر او په داسې یوه کور کې ژوند چې دیوالونه یې لکه د اوښ غړانګه کاږه ـ واږه وي، څنګه ممکن دی!؟ البته ما قیاس کاوه خو دا قیاس، قیاس مع الفارق او ناسم قیاس و. څنګه چې ما فکر کاوه هغسې نه و.
په همدې چورت کې روان وم چې همغه زوړ او خټین کورته ورسېدو، د کور دروازه درز ـ درز او سورۍ سورۍ وه. یو پرده پرې راځړیدله.
له زرقاوي مې وپوښتل چې طالب جانه، حد اقل دا دروازه خو به مو لږ جوړوله.
هغه راته وویل: مولوي صاحب مې تره (کاکا) دی. دا دروازه چې ته وینې، تېر کال د روژې په ۲۸مه زمونږ پر کور چاپه وه، چاپه کې امریکایان او ورسره کورني، داخلې مزدوران او د سورمخې ټرمپ مریدان هم راغلي ول. زموږ کور محاصره و، په دغه شپه زما پلار او تره دواړه په کور موجود ول.د شپې ۱۲بجې وې چې ناڅاپي د ډبډبۍ څرخکو غږ وشو او بې پېلوټه هم راپید شوه.
دغه مجاهدین پوه شول چې د مشر پر کور چاپه ده او کور محاصره دی. هغوی د آ پوری کلی څخه جنګ پیل کړ. الحمد الله د خدای ج په نصرت او د مجاهدینو د کلک مقاومت، د مسلمانانو د دعا په برکت چاپه ماته شوه. په دې جنګ کې زما پلار دغه دروازه مورچل نېولې وه، چې د جنګ په پای کې پر همدغه دروازه د راکټ فایر وشو او پلارجان مې همدلته شهید شو. (تقبله الله)
زرقاوي راته د لاس په اشاره وویل؛ آ پورې قبر زما د پلارجان دی. او پسې زیاته یې کړه: خدای ج دې ما ژر ژر لوی کړي، زه به مې د پلار او د نورو شهیدانو غچ له دې ظالمانو ضرور اخلم.
په همدې خبرو کې و چې مولوي صاحب له كوره راووت، له موږ سره یې تود روغبړ او ستړې مشې وکړه او په خندا یې وویل: ناوخته مو کړ، اندېښمن شوم چې دا د لیرې راغلي ميلمانه څه شول؟
خو خیر قدم – قدم مو واهه د مولوي صاحب تر شا روان و چې یوې خونې ته دننه شو، په زړه کې مې ویل چې کېدای شي اوس به د خونې دننه قالینې او پاسته پاسته توشکان او بالښتونه وي. چې دننه شوم شاوخوا مې وکتل یو څو زړې توشکې خورې وې او د خونې دیوالونه په مرمیو سوري سوري ول.
پر د ېوالونو یې د لوی ملا صاحب (ملا محمد عمر رحمه الله) او د شهیدانو د سرخېل ملا اختر محمد منصور رحمه الله نومان لیکل شوي ول.
که رښتیا درته ووایم چې دا خټین كور او كاږه واږه دېوالونه مې ولیدل زړه مې راډک شو، له سترګو مې اوښکو پر ګریوان لاري جوړې کړې، له ځانه سره لګیا شوم چې خلکو به ویل چې طالبانو ته پیسې راځي او په هرځای کې پاخه کورونه لري، دا دي هماغه مجلل قصرونه!؟
دا ماته اوس جوته شوه چې واقعاً دغه دواړه امیران (ملا محمدعمر او ملا اختر محمد منصور رحمهما الله) د افغانستان نومیالي او رښتونې مشران ول. د دوی احسان او مهرباني د افغانستان په مظلوم ولس هېڅ د هېرولو نه ده. همدا دوه هستۍ وې چې افغانستان یې په ټوله نړۍ وځلاوه.
د همدغو د لارښوونو برکت دی چې طالبانو کفری نړۍ ته ماته ورکړې ده آن تر دې چې کفري نړۍ پخپله اقرار کوي چې افغانستان کې مونږ جګړه بايللې دی او جګړه کې پاتیالي/ ناكام يو.
زما بشپړ یقین راغی چې رښتیا طالبان د دې وطن اصیل بچیان دي. د دین، وطن ساتونکي دي زه خطا شوی وم په پوچو او ناوړو تبلیغاتو غولیدلی وم…
څو شېبې فکر کې ډوب شوم چې د مولوی صاحب راته پام شو. راته ویې ویل ولې سوچ وهې؟ دا زمونږ غریبانه ژوند دی همداسې ساده ژوند مې ډېر خوښ دی، نه هغه ژوند چې د بل په غلامۍ او د بل په اسارت کې تېرېږي. دلته شکر دی آزاد یم، په همدې ژوند سل ځله شکر . . . .
دغه مهال مولوي صاحب خپل وراره ته ورغږ کړ چې ته ولاړ شه د هغه فلانې دوكاندار هټیوال) نه یو من هندواڼه او څه ناڅه د اختر مېوه هم راوړه. او دوكاندار ته ووایه چې کاکا مې (مولوي) ویل چې اوس راسره پیسې نشته، پور یې راکړه.
مال مولوي صیب لکه چې لاس مو بیخي تش دی؟
مولوي صیب ترخه موسکا وکړه.
ــ څو روپۍ راسره وې هغه مې د شهیدو طالبانو کورنیو ته واستولې، تر څو د شهیدانو کورنۍ ناهیلې نشي چې موږ څوک نه لرو.
ما چې د مولوی صېب دا رحم او زړه سواندي ولیدله، چې څومره ترحم د شهیدانو په کورنیو او د شهیدانو په اولادونو کوي هک پک حیران شوم.
زموږ د کابل حکومتي مشران ګوره چی په ورځ کې ګڼ شمېر افغانان وژل کېږي، مېندې مو بورې کېږي، خو په ټوله اداره کې داسې څوک نشته چې پوښتنه وکړي.
د اختر په دوهمه ورځ په ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې امریکایانو پر یوه کور بمبارد وکړ، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ شپږ تنه شهیدان شول؛ نه کوم چارواکې پوښتنه وکړه، نه کوم جنرال. برعکس جنرالان مو لګیا دي د اختر په مېلو کې هګۍ جنګوي او په خارجي هیوادونو کې مېلې ـ ټېلې کوي.
دا د دې لړۍ دویمه برخه وه، لومړۍ برخه یې په لاندې لېنک له کلیک کولو وروسته کتلی شئ.


















