د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند حکمت الله قوانچ، رسنیو ته وویل چې د کابل او ولايتونو ترمنځ د مسافرو د لېږد رالېږد د ستونزو د ارتفاع پخاطر یې نوې او اساسي پروژه تر لاس لاندې نیولې ده.
نوموړي وویل چې هغه مسافر چې له کابله نورو ولایاتو ته سفر کوي د بسونو څلور ترمینلونه ورته په پام کې نیول شوي دي، یاد ترمينلونه د ښار په څلورو برخو کې چې عبارت دي له څرخي پل، سنګ نوشته، کمپني او خيرخانه کوتل جوړیږي.
د نوموړي له قوله د ترمینلونو د جوړولو کار به په راتلونکو دریو میاشتو کې پیل او تر دوو کلنو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې دووو ترمينلونو ته ځمکه ځانګړې شوې او په شاوخوا ۱۵۰ جریبه ځمکه کې به جوړیږي، او دوو نورو ته هڅې روانې دي تر څو یې اداري کار بشپړ شي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې وزارت د دې چارې لپاره کاپي بودیجه لري او کوښښ کوي تر څو یې په ښه او اساسي ډول ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.
ټاکل شوې ده نوموړي ترمینلونه به د اړینو اسانتياوو لکه جومات، روغتيايي کلينيک، سوداګریزو پلورنځایونو، رستورانټ او تفريحي ځايونو سره یوځای جوړیږي.
وزارت دا یوه ښه پروژه بللې ده چې په مټ به یې شاوخوا ۸۰۰۰۰ افغانانو ته کاري زمینه برابره شي .
دا پداسې حال کې ده چې د کابل څلورو دروازو کې د ګڼې ګوڼې له امله روزانه خلک له زیاتو ستونزو سره لاس اوګریوان وي. اټکل کیږي دا نوی سیستم به د ترافیکي ستونزو په حل، او د ازدحام په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.
فرید افغان


















