فرمان الله نجرابوال
په پیل کې د پټکي تعریف:
کوم شی چې په عامه توګه ډیر استعمالیږې. نو هغه سړو، ښځو، ماشومانو، بوډاګانو ټولو ته معلوم وي د هغه تعریف او پیژندنې ته اړتیا نه وي. د دې قاعدي مطابق د رسول الله علیه وسلم او د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین په دور کې چونکه پټکی عام ؤؤ ځکه د تعریف اړتیا نه وه صرف د پټکي ذکر سره به پوره حقیقت ذهن کې راتلو. اوس چونکه د پټکي استعمال په عام خلکو کې خو څه په خاصو نه خاصو کې هم پاتې نه دی. اوس صرف لفظ پټکی سره بشپړ حقیقت پوهه کې نه راځي له همدې کبله اوس اړتیا ده چې د پټکي تعریف باید وشي !
علامه عبدالحی رحمه الله دپټکې تعریف داسې کوي: العمامة بکسر العین مایعتم به الرجل راسه (التعلیق المنجد ص۷۰)
ژباړه:عمامه پټکی دعین په زیر سره هغه کپړه (رخت) ده چې سړی یې په خپل سر باندې تړي.
اولویس معلوف لیکی: العمامة جمعه عمائم مایلف علی الرأس العمة هیئة الآعتمام(المنجدص ۵۲۸)
ژباړه :عمامه پټکی چې د هغه جمعه عمائم او عمام ده هغه كپړه ده چې سرباندی تړلی شې او دپټکی شکل ته عمة وایي .
پټکی د فرښتو نښه ده :
الله جلاله رسول الله صل الله علیه وسلم او هغوی سره صحابه کرامو رضوان الله ته په ورځ دبدر کې وویل (یمددکم ربکم بخمسة آلاف من الملکة مسومین) ال عمران ایت۱۲۵
ژباړه: ستاسو رب به ستاسو مرسته وکړي په پنځه زرو فرښتو سره چې په یو خاص شکل به جوړې شوې وي.
مفسرینو د لفظ مسومین ډیر تفسیرونه کړي دي .ددوی نه رئیس المفسرین عبدالله بن عباس رضی الله عنهما د پټکی تړلو تسفیر کړی دی . لکه چې فرمایې:سیماء الملئکة یوم بدر عمائم بیض قد ارسلو ها فی ظهورهم و یوم حنین عمائم حمر(تفسیر ابن کثیرج۱ص روح المعانی ج ۴ص ۴۶ درمنثور ج ۲)
ژباړه: په بدرکې د فرښتو نښه سپین پټکی ؤ چې هغوی شملې شا طرفته اچولې وي او په حنین کې یې سره پټکی وو.
همداراز د حضرت سعد رضی الله عنه د وفات نه وروسته حضرت جبرئېل علیه السلام د استبرق پټکی تړلی وو او راغې او وویل ای محمده : صل الله علیه وسلم ستاسو د صحابوو څخه څوک وفات شوی دی چې د هغه د روح د استقبال لپاره د اسمانونو پرانستل شوې دي (مدارج النبوت ج ٢ ص ٣٤١)
حضرة سعيد ابن جبير رضی الله عنه نه روایت دی او وایې :په کومه ورځ فرعون غرق شو په هغه ورج حضرت جبرئیل علیه السلام تور پټکی تړلی وو
پټکی د خاتم الانبیا سنت دی :
جاء رجل الې ابن عمر رضی الله عنهما فقال یا ابا عبدالرحمن العمامة سنة فقال نعم (عمدة القاری )
ژباړه: یو سړی د حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما په خدمت کې حاضر شو او عرض وکړ چې اې ابو عبدالرحمنه!! ایا پټکی سنت دی !؟
هغه رضی الله عنهما ورته وفرمایل چې هو پټکی سنت دی !
شیخ عبدالحق محدث دهلوی فرمایلي دي:
بدانکه پوشیدن عمامه سنت است واحادیث بیسار در فضل آن وارد شده است !
یانی پټکی تړل سنت دی ډیرو حدېثونو کې د دې فضیلتونه راغلې دي!!
دپټکی مقدار :
حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایلې دي چې ماته د رسول الله صل الله علیه وسلم د پټکی د اوږدوالی څه اندازه نده معلوم .
خو علامه انور شاه کشمیری رحمه الله وایې :
(کانت عمامة علیه السلام فی اكثر الاحیان ثلاثة اذرع شرعیة وفی صلوة الخمس سبعة اذرع وفی الجمع والاعېاد آنثا عشر ذراعأ)”عرف الشذی علی حاشیة الترمذی ج ۱ ص ۳۰۴”
ژباړه: درسول الله مبارک پټکی به اکثرو وختونو کې دری شرعی ګزه وو او پنځو لمونځونو کې به اووه ۷کزه وو او د جمعی او اخترونو به دولس ګزه وو !
حافظ سخاوی په خپله فتاوی کې لیکې چې دحضرت عایشه رضی الله عنها نه روایت دی چې د رسول الله صل الله علیه وسلم د سفر پټکی به سپین وو او دکور پټکی یې تور وو او د دواړه اندازه اووه ۷ګزه وو!!
(وما علی الا البلاغ


















