هـــجـــران

 

ظفـــــــرسالک

بیـــا له دیار شـــــــــــولو روان زلمي

نرګـــس غاټـــــول او ریحــان زلمي

 

غاړه راغاړه شـــــول مُسکي مُسکي

رانه جــــــــــــدا په ډېر ارمان زلمي

 

له مجازي دنیـا نه ښــــــکلی غواړي

د حـورو څنـــګ کې بل جهان زلمي

 

ستــومانه نه شي له دې اوږد سفـر

په دین میـــــــن دا مســلمان زلمـي

 

لمـبه لمبه پـــــرهر پــــــرهر درځي

ربه لِـقاء ته دې خنـــــــــدان زلمـي

 

ستوری پیره سپوږمۍ بیداره اوسه

در نه یــــــو نسـي خــــــزان زلمي

 

د عصــــــر لمره لږ ورو ورو ډوبېـږه

ځي د ظفـــــــرسالک یاران زلمـي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button