هرات: د اوبه ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې دننه چاودنه شوې

د راپورونو په اساس ویل شوي چې نن سهار د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ داخل کې تکتیکي چاودنه شوې.
لمړني معلومات ښیي چې په په چاودنه کې د ولسوالۍ امنیې قوماندان شیرآقاالکوزی او دری ساتونکي یې سخت ټپیان دي، چې د منسوبینو لخوا سمدلاسه روغتون ته انتقال شوي دي.
تر اوسه دیادې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې ندی منلی.

