وینزویلا: حکومت پلوو کسانو په ولسي جرګه برید کړی دی

پداسې حال کې چې تیره ورځ د وینزویلایي دولت د ازادۍ ورځ وه او وکیلان هم ټول حاضر وو، حکومت پلوي ډلو له موقع نه په استفادې سره په پلازمینه کراکس کې د ولسي جرګې په ودانۍ برید وکړ .

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي د حکومت په پلوی کسانو چې په لاسونو کې تیګې، پایپونه او ډنډې درلودې د وکیلانو سربیره خبریالان هم ډبولي دي.

د راپورونو په اساس له پیښې څو ساعته وروسته پولیسو اور مړ کړ.
په پیښه کې ګڼ شمیر وکیلان ټپیان دي چې د ۳ وکیلانو حالت د اندیښنې وړ ده.
د یادونې وړ ده چې په وینزویلا کې له شاوخوا ۳ میاشتو راهیسې د ولسمشر نیکولاس مادرو پر خلاف مظاهرې دوام لري چې په تر اوسه پکې تر ۹۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې تیره اونۍ د دې هیواد دهوایي پوځ یو سرتیري د محکمې ودانۍ او ځینې نور دفترونه په نښه او بمبار کړل.

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button