په کندز ښار د طالبانو کلابندي او نښتې دوام لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۵)
له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د کندز مرکز اړوند په يو شمير سيمو بريدونه وکړل، چې ډيری سيمې يې له دولتي ځواکونو ونيولې او ځينې نورې يې تر کلکۍ کلابندۍ لاندې راوستلې.
سيمه ييزې باروي سرچينې وايي، د مرکز اړوند تيلاوکي او د علي اباد ولسوالۍ په عمرخېلو سيمه کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.
د سرچينې په وينا، د يادې ولسوالۍ په عمرخېلو سيمه کې د کندز- بغلان لويه لاره د طالبانو په واک کې ده او د دولتي ځواکونو د تګ راتګ مخه يې نيولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د تيلاوکي ډیری سيمې د دوی د ځواکونو تر ولکې لاندې راغلي او په سيمه کې ميشت د دولتي ځواکونو څو پوستې يې تر کلکۍ کلابندۍ لاندې نيولي دي.
طالبان وايي، په ټوله جګړه کې يې شاوخوا ۳۵ عسکر، پوليس او اربکيان وژلي او په ګڼ تعداد کې نور ټپيان کړي دي.
يوې دولتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، چې په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړو کې تر ۵۰ زيات سرتيري وژل شوي دي او دغه راز لسګونه نور ټپيان شوي هم دي.
طالبان وايي، د عمرخېلو په سيمه کې يواځې د تېرې ورځې په جګړه کې د ۸ عسکرو جسدونه پاتې و، چې د سپين ګيرو په منځګړيتوب يې خپلوانو ته ورکړل شول.
په ورته وخت کې د کندز د ولايتي شورا غړې کريمه صادقي وايي، چې په سيمه کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، دولتي هوايي ځواکونو يو شمير کورونه بمبار کړي، چې له امله يې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغې دغه راز وويل، چې له څو ورځو راهیسې امنيتي وضعيت خراب دی او د کندز سيمه ييز چارواکي دومره وړتيا نه لري، چې خپل ټپيان د جنګ له ډګر څخه روغتون ته انتقال کړي.
طالبانو ويلي، په ټوله پنځه ورځينۍ جګړه کې يې ۶ وسله وال وژل شوي او دغه راز ۹ تنه نور ټپيان دي.
-الماس خدرخېل-


