وسله وال بريد کې د لغمان د عامې روغتيا رئيس ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۵)

د نامعلومه وسله والو په بريد کې د لغمان د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالطيف قيومي ټپی شوی دی.

د لغمان د والي وياند وايي، پر نوموړي باندې نن سهار مهال د نامعلومه موټرسيکل سپرو له لوري د عامې روغتيا مخې ته ډزې وشوې او نوموړی پکې سخت ټپي شو.

نوموړی وايي، ډاکټر لطيف د تداوۍ په موخه جلال اباد ته لېږدول شوی دی.

دغه راز د ياد ولایت مرستیال د لغمان د عامې روغتیا په پخواني رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي نن سهار د ناڅرګندو وسلوالو له لوري د شوي برید د غندنې تر څنګ د نوموړي د عاجلې روغتیا لپاره دوعا وکړه او د يوې غونډې په ترڅ کې ډاکتر عبدالمعروف جلیلي د لغمان د عامې روغتیا د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

دا لومړی ځل دی، چې په ياده سيمه کې د وسله والو له لوري د روغتيا کارکوونکي د بريد هدف ګرځي.

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button