په درېیم کال د کندز درېیم سقوط

تبصره
په ٢٠١٥ميلادي کال چې د افغانستان په اړه څلور اړخيزي – امريکا، افغانسان، چين او پاکستان- لخوا د طالب وسله والو سره د روغې جوړې خبرې پيل شوې، د کندز ولايت د طالبانو لخوا سقوط شو.
تېرکال يانې ٢٠١٦ کې چې د روسېې او ايران لخوا د افغانستان د مسئلې په اړه غونډې پيل شوې، د کندز پر ښار سقوط کوونکې جګړې پيل شوې. که په بشپړه توګه د کندز ولايت سقوط نه شو، نو ٩٠سلنه کندز د طالبانو په ولکه کې پريووت او دا دی يو ځل بيا په درېیم کال چين د افغان حکومت او طالب وسله والو ترمنځ د سولې په موخه منځګړتوب اعلان کړ او د دواړو خواو تر منځ یې د سولې ټټر وواهه، د کندز درېیم سقوط پيل شو.
په لومړي ځل طالب وسله والو په ٢٠١٥ميلادي کال د کندز د سقوط په موخه د جنوري په ٢٤ جګړې پيل کړې چې بالاخر د ستمبر په ٢٨ یې کندز ونيوی، د زندان په ماتولو یې تر ٦٠٠ زيات زندانيان له زندانه ازاد کړل. د کندز په سقوط يواځې د کابل اداره نه بلکې امريکايي جنرالان هم ګوته پرغاښ پاتې شول، چې څرنګه د کندز ولايت چاپيره د٧٠٠٠ امنيتي پوځونو په موجوديت کې طالب وسله وال په دې وتوانېدل چې کندز ونيسي.
په ٢۰١٦ ميلادي کال چې کندز د سقوط په حال کې وو طالب وسله والو د امام صاحب، کلازال، خان آباد، دښت ارچي او چاردرې له ولسواليو د کندز پر مرکز جګړې پيل کړې، چې د کندز همغه د امنيت لپاره پر ځای کړل شوي ساتونکي له طالب وسله والو سره يو ځای شول.
د راپورونو په اساس اوس دا دی کندز په درېیم ځل سقوط ته نږدي شوى دى او له څلورو خواو د کندز ښار محاصره روانه ده. هغه پوستې چې د کندز د ښار امنيت ساتي هغه د طالب وسله والو لخوا ونيول شوې او اوس د کندز ښار د نيولو جګړه روانه ده. د ښار اوسېدونکي د تېرو دوو کالو په تجربه – چې دوکانونه یې اربکيانو چور کړل – خپل مالونه له ښاره خوندي ځايونو ته رسوي.
د کندز ځايي چارواکي يو ځل بيا وار خطا دي، چې دا مهال د کندز د ښار وروستۍ پرېکنده جګړه روانه ده او د کندز – بغلان لويه لاره د طالب وسله والو په ولکه کې ده، چې کندز ته هېڅ ډول ځمکني نظامي اکمالات نه شي کېداى.
تېرکال هم هوايي ځواکونو د ولسي وګړو پر کورونو بمبار وکړ او اوس هم همغه حال دى. په کندز کې امنيتي سرچينې خپل راتلونکې د تېرو کلونو په څېر بولي او په خلاص مټ د طالب وسله والو په مقابل کې جګړه نه کوي.
بله دا چې په شمال کې حکومت د ګلبدين له ډلې تمه درلوده چې خپل ځوانان به د وعدې سره سم د حکومت په چوکاټ کې د کندز د ښار دفاع لپاره ولېږي، چې دا مهال په تخار ولايت کې د جمعيت او او ګلبدين ډلې د وسله والو تر منځ جګړه روانه ده، دواړو خواوو يو د بل پر خلاف مورچې نيولې او له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.
د کندز په ولايت کې هم د تخار په څېر د ګلبدين او جمعيت ګوند تر منځ تاوتريخوالی د جګړې تر حده رسېدلی دى. يا خو به د دواړو ګوندونو وسله وال د يو بل پر خلاف د تخار جګړې ته ورسېږي او يا به په کندز کې د تخار په څېر د جمعيت او حزب تر منځ جګړې هم پيل شي.
د مالوماتو په اساس ولايتي چارواکي د طالب وسله والو په مقابل کې پوره مقاومت ته زړه نه ښه کوي. امکان شته چې د تېر په څېر زيات شمېر امنيتي ځواکونه طالب وسله والو ته تسليم شي چې دا به په درېیم کال د کندز درېيم سقوط شي.



