لوګر کې طالبانو ته ۱۲ پوليس تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۵)

د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د دولت ۱۲ تنه عسکر له طالبانو سره يوځای شوي دي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ياده ولسوالۍ کې دولس تنه، پوليس او اربکيان د دولت له ليکو جلا او دوی ته تسليم شوي دي.

طالبانو د يادو پوليسو نومونه او انځورونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې يادو دولتي سرتيرو ورسره ژمنه کړې، چې له دې ورسوته به د دولت له همکارۍ لاس اخلي.

طالبان د عسکرو او دولتي منسوبينو لپاره د (جلب و جذب او دعوت ارشاد) په نوم ځانګړي دوه کميسيونونه لري، چې وخت ناوخت ورسره د دولتي ادارې سرتيري اړيکې نيسي او د دوی په رابطه د دولت له ليکو جلا او له طالبانو سره يوځای کېږي.

وړمه ورځ هم يوې امنيتي سرچينې خبر ورکړی و، چې د فارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د محلي پوليسو (اربکيانو) قوماندان (ګل احمد) سره د خپلو يوولسو ملګرو طالبانو سره يوځای شو او هغوی ته يې ۱۸ ميله وسلې هم له ځان سره وروړي دي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button