جګړه هره ورځ نږدې له سلو تنو ژوند اخلي

کابل غږ
ع – خاموش
د تېر کمکي اختر د لمانځه پر مهال په ارګ کې اشرف غني د لمانځه وروسته يوې جوړې شوې غونډې ته وويل: موږ څو څو واره پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي. دا ځل ورته وايو چې وروستی او د کم وخت چانس لرئ.
غربي رسنيو د اشرف غني وينا په زور او شور سره خپره کړه او بيا وروسته په کابل کې يو شمېر رسنيو په وار وار په غربي رسنيو کې خپره شوې د اشرف غني وينا تازه کړه.
اشرف غني خو په کال کې دوه ځلې يانې کمکي او لوی اختر کې پر طالب وسله والو د سولې غږ کوي؛ خو طالبان هر وخت وايي چې جګړه د هيڅ چا په ګټه نه ده.
په هېواد کې روانه جګړه هره ورځ نږدې له سلو تنو ژوند اخلي.
تر څه حده چې موږ ته مالومات دي، طالبان جګړه نه بلکې سوله غواړي؛ خو په هېواد کې د بهرنيانو شتون او ځینې نورو عواملو طالب وسله وال جګړې ته اړکړي دي. طالب مشران که په جګړه ټینګارکوي هغه په دې دليل چې د ځینې اصلاحاتو تر څنګ وايي: بهرنيان دې له هېواده ووځي.
په جګړه کې خو بهرنيان نه وژل کېږي، هغوی که هر څو هدف وګرځول شي ځانونه ساتي. په جګړه کې دواړو لورو ته افغانان وژل کيږي. د حکومت له لورې واليان له خونو بهر نه راوځي؛ خو د طالبانو مشران، لکه د کندوز والي مولوی عبدالسلام، د بغلان والي مولوي محمد لال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
طالب وسله وال له هېواده د بهرنيو پوځونو وتل غواړي، ولس د بهرنيو له سلطې ژغوري خو حکومتي ځواکونه او بهرنيان ملکي وګړي او آن خپلو پوستو کې ناست ساتونکي هم وژني.
طالب مشر انو په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د افغانستان د مسئلې څلور اړخيزې غونډې ته د شک په نظر کتل ځکه امريکا پکې دخيله وه او امريکا هېڅ وخت د افغانستان د مسئلې حل نه غواړي؛ خو له هغې وروسته چې چين او روسیې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه هلې ځلې پيل کړې طالب مشرانو یې سياسي ملاتړ وکړ، پر حکومت یې غږ وکړ چې د طالب مشرانو سره د خبرو چانس له لاسه ورنه کړي.
اشرف غني چې طالب مشرانو ته وايي، که د سولې د خبرو وړانديز ونه مني وروستى چانس به له لاسه ورکړي. دا فکر خپله هم بايد وکړي چې سوله خپله د ده لپاره اړينه ده. که غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او نور افغان پر افغان ونه وژل شي؛ خپله دې هم دا چانس له لاسه نه ورکوي .
طالب مشران له جګړې وېره نه لري، له پيله یې دريځ څرګند دی؛ خو تر جګړې سوله ځکه غوره بولې چې په افغانستان کې د بهرنيانو موجوديت او نږدې تر سلو تنو پورې افغان پر افغان وژل نه شي زغملاى.



