حکمتیار: افغان حکومت که جنایت کاران محاکمه کړل حمایت به یې وکړي.

 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن له رسنیو سره په یوه خبري کنفرانس کې په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې.

نوموړي د تازه امریکایي سرتیرو په راتګ،د سیاسي اجماع په جوړولو، د ایران سره د اوبو په ستونزو او په یو لړ نورو موضوعاتو خپل لیدلوری څرګند کړ.

حکمتیار وویل تر اوسه په افغانستان کې جنګي جنايتکاران نه دي محاکمه شوي، که له دې وروسته کومه محکمه دا کار کوي، موږ يې کلک ملاتړ کوو. سره له دې چې حکمتیار د کابل په ورانولو او د ۶۰۰۰۰ کابل میشتو په وژلو تورن دی یوشمیر کړۍ یې داخبرې بې اساسه او دکوم هدف لپاره بولي.

د حزب اسلامي مشر حکمتيار همداراز څرګنده کړه چې
په شمال کې ځېنې کړۍ او بهرني هېوادونه وسلې ويشي، حکومت دې په هېواد کې د وسلو د وېش په کلکه مخه ونيسي. دحکمتیار اشاره هغې پیښې ته وه چې تیره اونۍ راپورونه خپاره شول چې په جوزجان کې داعشي ملیشو ته حکومتي الوتکو په صندوقونو کې وسلې او مهمات ښکته کړي ؤ.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه چې له سياسي ګوندونو سره يې خبرې کړې او له يوه ګوند پرته ټولو ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان د ستونزو د حل په اجماع کې به ورسره ګډون کوي.
نوموړي وویل د اجماع د جوړيدو لپاره يې د يوې لنډمهالې اجرايي شورا پر جوړولو هوکړه کړې ده، او له يوه پرته ډيرو سياسي ګوندونو په دغه اجماع کې د ګډون ژمنه کړې ده. خو نوموړي د دې مخالف ګوند نوم وا نه خيست.

حکمتيار افغانستان ته د اضافي سرتېرو د را استولو په تړاو د ناټو سازمان د پريکړې مخالفت وکړ او ويې ويل، چې بهرني سرتيري به د افغانستان لانجه لا پېچلې کړي

. ګلبدين حکمتيار په افغانستان کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني د څرګندولو په غبرګون کې وويل، چې له ګاونډيانو سره باید د اوبو پر سر پېښېيدونکي مسايل د خبرو اترو له لارې حل شي.
ګلبدین حکمتیار له ټولو خارجي هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ریښتینې سرتاسري سولې لپاره کار وکړي

 

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button