د ټلوالې ایتلاف، او دحکومت نفاق له څه خاطره؟

د ټلوالې ایتلاف، او دحکومت نفاق له څه خاطره؟
تبصره: فرید افغان
څو ورځې وړاندې د حزب وحدت جنبش او جمعیت ترمنځ خپل منځي ایتلاف جوړ او ابلاغ شو، ایتلاف ظاهرا د حکومت څخه په یو شمیر غوښتنو او څو ګیلو په اساس رامنځته شو. ایتلافیان چې یو وخت یې په دولتي دسترخوان شخوند واهه او له همدې ادرسه یې د واکمني مجهوله ادعا کوله اوس همدې خواږه دولت ورته په ګوړه کې زهر ورکړي ؤ او داسې چې ټول نفرتونه یې هم د برګو سترګو،او تریو تندي پځای په نرۍ مسکا او له اخلاقو ډکه څیره باندې ښکاره کول. خپلې غوښتنې یې په ډیر آرام اوسکون سره د یو تابع مزدور په څیر تر خپل باداره رسولې، ځکه اوس یې د زور میوې سیلۍ وهلې وې.
راځئ روښانه کړو چې څنګه یې د غرور دنګ آسمان ونړید او څنګه یې د عجز فرش ناڅاپي وزرې خپرې کړې؟
شاوخوا دوه کاله وړاندې افغانستان د تورو بیرغونو د خزان میلمه شو ویل کیږي چې کوربانه او دعوتګر یې ټول همدا نابللي دحجرو یاران ؤ.
دوی یو تر بله د مسابقه فی الخیر په څیر د اشرارو کمپیانران ؤ هرچا په خپله خوښه ځان ورته مخکې کاوو.
تر دې چې ځینو د ننګرهار او ځینو د شمال د ورانۍ په بدرګه د خپلو ډالریزو جیبونه خولې وشلولې.
دوی پلان درلود چې د منظمې دیپلوماسۍ له مخې به د ملت پر ضد دا ډله تقویه کوي تر څو ملت دځان په لوري سوق کړي.
په شمال کې د جنرال عطا او دوستم ملیشو او په ننګرهار کې د اتمر او ستانکزي کړیو دې چارې ته مټې رابډ وهلې .
د رازونو د عدم افشا کیدو په تضمین کې لمړی امریکایي سفارت له دې کړیو ځینې شرکتونه او مالي حسابونه په خپل واک کې واخیستل، چې بیا تر دې وروسته یې ارګمشر غني ته په دوی د واکمني او تسلیط اجازه ورکړه .
غني چې د دوی د واک د محدودلو او د دوی د جرمي صبغو پرضد د څیړنو تصمیم نیونه کوله نو نوموړې کړۍ په سر او پښو بندې او د خپل پخواني غرور بام یې ونړید ، ځکه له یوې خوا د پاڼ او له بل طرفه د پړانګ په لومو کې پریوتل.
نو د ارګ واکدارانو له موقع څخه په استفادې خپل ډک زړه ښه تش کړ چې له یوې خوا یې مسعود له دندې وشاړه، بل طرف یې دوستم تبعید کړ، هلته یې د عطا په څټ پښه کیښوده،صالح یې په تشو امتیازاتو وغولولو، داکتر عبدالله ته یې لا پخوا ارګ مرګ ورپیژندلی ؤ.
نو کله چې شمالي ټلوالې ځان د ارګ په درشل کې بې پړي او رسۍ تړلی ولید. نو یې د خلاصون لپاره داسې لارې چارې وکتلې چې هم ځان خلاص کړي او هم رسوا نشي.
خو ارګ چې دټلوالې بې سروسامانه لغتې ولیدلې نو د پړي د لا تحکیم پخاطر یې د دوستم د بیارا خپلولو پالیسي غوره کړه دوستم چې په شیدو سوی وو شړومبو ته هم پوکی واهه او ستانکزی یې په منفي ځواب تر کابله را ولیږه.
اوس به معلوم شي چې د ارګ مکاران د بلې کومې دسیسې څخه په استفادې د خپلو مخالفینو د خلاصون مخنیوی کوي.



