
داستاذ عزت، یو نفر چې په استاذ پوري یې وخندل
لیکوال؛فضل الرحمن اغا
یوه نفر کیسه کوله چې په یوه مدرسه کې ډیر لایق او با استعداده طالب او زده کوونکی وو دغه طالب داسې تکړه وو چې کله به یې درس زده کوي نو دنن ورځي ددرس سره به یې د راتلونکي سبا درس هم یادوي.
چې کله به استاذ په کوم کتاب کې پوښتنه ورڅخه وکړه نو ده به دهغه پوښتنې واضح جواب ورکوي
یوه ورځ استاذ دملګرو سره یوځای لاړو کوم ځای کې مېلمانه وو نو په دغه ورځ استاذ دسبا لپاره کوم کتاب نکی مطالعه ترسو سبا درس ته امادګي ونیسي نو چې کله سباسو استاذ سهار وخت کې درسو ته حاضر سو خو استاذ مطالعه نوه کړې کله چې استاذ درس شروع کی خو درس یې سم شاګردانو ته نشو ورکولائ دې وخت کې دغه لایق طالب چې زده کوونکي وو دغه ولاړ شود نن ورځي نوي درس یې ټول مطالعه کړي وو او تېریې کی په اخر کې دغه شاګرد په خپلو شونډو کې په استاذ پوري مړه خندا وکړه او مغروري ورڅخه وشول.
خو استاذ ډير زهیر او خواشنۍ شو
خو الله پاک دغه زده کوونکي ته داسې عذاب کې ګرفتار کړ چې په سبا باندي کله زده کوونکي مدرسې ته راځي چې ګوري همدغه زده کوونکي دمدرسې په دروازه کې بې ادبي معاف ګندګي (غایطه مواد) وکړي او بیا یې بیرته همدغه زده کوونکي وخوري نو دا په استاذ پوري داسې خندا وکړه چې یوازي شونډان یې وخوزول.



