
سرليکنه
له بده مرغه په افغانستان کې چې کله هم کورنيو جګړو زور موندلى او د يوه ثابت نظام په نه شتون سره ګاونډيانو د افغان مظلوم ولس له مجبوريته ګټه پورته کړې ده، هغه څه یې پر افغان ولس منلو ته وړاندې کړي دي چې هېڅ وخت آن که افغانان له ژونده هم لاس پر سر کېږي، منلو ته یې تيار نه دي.
په افغانستان باندې د امريکا له يرغل وروسته، چې جګړو د افغانستان اقتصاد تر صفره ورساوه او ټوله شتمني یې له خاورو سره خاورې شوه، ايراني اخوندانو د وخت څخه په استفاده په ډېره سپين سترګۍ سره دمخه هم تېروتنې کړې دي او اوس یې هم يوه ستره تېروتنه وکړه. په يوه نړيوال کنفرانس کې ايراني ولسمشر حسن روحاني وويل: ايران په افغانستان کې د ډېرو بندونو په جوړولو بې تفاوته نه شي پاتې کېداى.
د ايران ولسمشر هم لکه د مېږي وزرې وکړې، په داسې حال کې یې افغانستان سره د ډغرو وهولو اشاره وکړه چې افغانان له امريکا سره په ډغرو دي. د ايران سره هم په ډغرو کېداى شي، خپل ژوند له لاسه ورکولاى شي خو له خپلو زېرمو، ملي ارزښتونو، مقدساتو او خپلو طبعي منابعو نه، نه شي تېرېداى.
افغانستان په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې لخوا پرې د ډالرو باران وشو، خو د افغانستان اقتصاد اوس هم په للمي ځمکه ولاړ دى. په هېواد کې ويجاړ کړل شوي د برېښنا بندونه یې په نيمه حالت او ځینې یې هم په ويجاړ حالت کې پراته دي.
د ايراني مشر حسن روحاني وينا د هلمند سيند اوبو ته وه، چې که بندونو جوړولو ته ادامه ورکړي بې تفاوته به پاتې نه شي. د حسن روحاني له وينا بيا دا څرګندېږي چې افغانستان دې د هلمند په اوبو هېڅ بند نه جوړوي؛ خو دې ته یې فکر نه دى چې د هلمند د اوبو معامله د ايران او افغانستان تر منځ په ډول شوې ده.
افغانان هڅه کوي چې بهر ګاونډيو هېوادونو ته بهېدونکي ٨٠ سلنه اوبه مهار کړي او په هېواد کې په بهر ته بهېدونکو اوبو بندونه جوړ کړي. دا د افغانانو حق دى چې له خپلو اوبو په داخل د هېواد کې ګټه پورته کړي.
تر اوسه افغانستان نه دی توانېدلی چې له خپلو طبعي زېرمو ګټه واخلي او که نوره هم موضوع روښانه کړو ګاونډيو هېوادونو نه دی پريښی، په يوه او بل نامه یې ورته ستونزې پيدا کړې چې په پايله کې یې افغانان په خپلو کې سره وژنو ته کښېنولي دي.
افغانستان په پراخه پېمانه اوبه لري؛ که پرې بندونه جوړوي هغه به هم د بين المللي قوانينو په اساس جوړوي، چې څرنګه له ګاونډيانو سره د بين المللي اصولو په رڼا کې چلند وکړي، خو ايران نه غواړي افغانستان بين المللي اصولو پورې لاس رسی پيدا کړي. په خپله مستقيمه او غير مستقيمه مداخله په افغانستان کې هغه حالت رامنځ ته کوي او رامنځ ته کړى یې دى چې افغانستان په خپلو اوبو بندونه جوړولو ته موقع پيدا نه کړي، لکه څرنګه چې تر اوسه پورې افغانانو له خپلو طبعي زېرمو ګټه نه ده پورته کړې. حسن روحاني په افغانستان کې په خپله مداخله دغه حالت ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د روحاني په اند د کمال خان، کجکي، سلما او ځینې نورو بندونو جوړول ايران ته په تاوان تمامېږي چې د ايران د خراسان، سيستان او بلوچستان سيمې متاثره کوي. حسن روحاني د خپلو سيمو لپاره د نورو له منابعو ګټې غواړي چې آخر به خپله اعتراف وکړي چې يوه ستره تېروتنه مې کړې ده.
د ايران د مشر حسن روحاني د وينا په مقابل کې بايد هر افغان هغه چې د هر تنظيم، ژبې، سيمې، مليت او سياسي لورې پورې تړلې دى، په پوره يووالي خپل مخالفت څرګند او حسن روحاني ته هغه درس وکړي کوم چې شاه اشرف د ايران په ختیځ مازندران، بابل، آمل، يزدشهر او چالوس کې صفويانو ته ورکړى ؤ؛ ځکه د ايران د ولسمشر څرګندونې د نړيوالو قوانين او ډپلوماتيک عرف خلاف عمل دی. افغانان مخکې له دې چې لاس یې د روحاني تر ګرېوانه ورسېږي، ورته وايي: بايد په راتلونکې کې ايراني اخوندان دغه ډول څرګندونې ونه کړي.



