پاکستان وايي، د افغانستان او هند لپاره يې نوې ستراتېژي جوړ کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۷)
د پاکستاني رسنيو له راپور سره سم، د دغه هېواد ملي امنيت شورا د هند او افغانستان په اړه نوې ستراتيژي جوړه کړې، چې پکې د سيمې په ثبات او د افغانستان د امنيت په اړه خبرې شوي.
په راپور کې ويل شوي، چې تېره ورځ د پاکستان د ملي امنيت شورا د دغه هېواد د لومړي وزير نوازشريف په کور کې غونډه وکړه او هلته يې په نوې ستراتيژۍ بحث او يو لړ پريکړې کړي.
په ياده غونډه کې ويل شوي، چې ډاډمن امنيت يواځې په سوله کې دی او دغه راز ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او د همکارۍ ژمنه يې کړې.
د افغانستان په اړه نوې ستراتيژۍ په راپور کې راغلي، چې دوی به د افغانستان د بيارغونې په برخه کې همکاري وکړي او زياته کړې يې ده چې د پرمختللي افغانستان لپاره د سولې خبرې مهمې دي.
په دغه ناسته کې د هند سره د اړيکو په اړه هم بحث شوی او ويلي يې دي چې په سيمه کې د امنيت د ښه کېدو سره د هند او پاکستان ډیرې ستونزې حل کيدلی شي.
په داسې حال کې د يادې ستراتيژۍ خبر ورکول کېږي، چې څو ورځې وړاندې پاکستان او افغانستان د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ګډو عملياتو په ترسره کولو موافقه وکړه.
-الماس خدرخېل-



