جريدة الراية: د افغانستان وروستۍ چاودنې امريکا کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۷)
له قطر څخه د چاپېدونکې “جريدة الراية” په نوم اوونيزې ليکلی، چې په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ چاودنې امريکا پلان کړي او ترسره کړي دي.
سپوږمۍ راډيو د يادې اوونيزې له قوله ليکلي، چې امريکا په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ ده او غوښتل يې چې د دې چاودنو په ترسره کولو سره، خپله ماتې پټه کړي او په دې سره نور اروپايي هېوادونه او د دوی متحدين وويروي.
د الرايه اوونيزې په مطلب کې راغلي، چې دغه ډول پيچلي بريدونه او چاودنې يواځې ستر او خطرناک هېوادونه کولی شي.
د اوونيزې په څرګندونو کې دا هم ويل شوي، چې په افغانستان کې داعش ډله امريکا رامنځته کړې، د دوی له خوا يې ملاتړ او تمويل کېږي، د دې لپاره چې دغه هېواد کې خپلو پوځيانو ډيرولو ته لاره هواره کړي.
د سرچينې په وينا، افغان دولت او امريکايان له طالبانو سره د سولې په برخه کې ريښتينی هوډ نه لري، له همدې امله د طالبانو غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي، نه غواړي چې افغانستان کې سوله راشي.
په مطلب کې راغلي، چې امريکا د پخوا په پرتله ډيره کمزورې او فاسده شوې، هرڅه وران دی، او غواړي چې په افغانستان کې د خپلې ماتې، خراب امنيت او جګړې پړه پر اروپايي ټولنې واچوي.
الرايه په اخره کې وايي، چې اروپايي ټولنه په ناخبرۍ کې د امريکا له خوا لوبول کېږي او په وينا يې چې وروستۍ بيلګه يې د ناټو وروستۍ غونډه ده.
-الماس خدرخېل-



