چارواکي: طالبانو يوه پوسته نيولې- ۳ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۷)
د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړی، چې په پايله کې يې پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې او درې پوليس وژل شوي دي.
د فارياب امنيه قوماندان دلاور شاه وايي، چې تېره ورځ سلګونه وسله والو د يادې ولسوالۍ د قلعه توپخانه سيمه کې په يوه پوسته بريد وکړ او له دوه ساعته جګړې وروسته يې ونيوله.
نوموړي په دغه جګړه کې پوليسو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نور مالومات ورنکړل خو وايي چې په پېښه کې يو پوليس ورک شوی دی.
طالبانورسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې ياده پوسته نيولې او پکې دوه تنه پوليس وژل شوي، وسلې او يوه اندازه مهمات او درې موټرسيکلونه د دوی لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ياد ولايت د جمعه بازار ولسوالۍ په دښت بز سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په جګړه کې ګڼو دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
-الماس خدرخېل-



