ايشچي: که عدالت تامين نه شي، نړيوالې محکمې ته به عارض شم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۸)
د جوزجان پخوانی والي احمدايشچي وايي، پر جنرال دوستم حقوقي دعوه لري او که عدالت پلی نه شي، نړيوالې محکمې ته به عارض شي.
پر جنرال دوستم د ايشچي له لوري دعوه شوې چې نوموړی يې وهلی او جنسي ځورولی دی.
هغه ويلي، چې اوس هم د سترې محکمې پريکړې ته په طمعه دی او هيڅ ارګان حق نه لري چې له څېړنې پرته دغه مسله پای ته ورسوي.
څو ورځې مخکې داسې راپورونه خپاره شول، چې د افغانستان د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزي په ترکيه کې له دوستم سره د ليدنې پرمهال له هغه سره ژمنه کړې، چې د نوي جوړ شوي اييتلاف نه د وتلو په بدل کې به د احمد ايشچي قضيه پای ته رسوي او په حکومت کې به پخوانی امتيازات بيرته ورکړل شي.
خو احمد ايشچي ګواښ کړی، چې پر جنرال دوستم دعوه لري او که عدالت ورنکړل شي، نو دی به نړيوالې محکمې ته مراجعه وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې عدلي او قضايي محکمو ته يې سپارښتنه کړې چې د ايشچي او دوستم قضيه يو طرفه کړي، خو د څو مياشتو په تېريدو سره لا هم ايشچي د سترې محکمې پريکړې ته منتظر دی.
-الماس خدرخېل-



