فوټبال: افغانستان د مرکزي اسيا سياليو اتلولي خپله کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۸)

د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ځوانو لوبغاړو د مرکزي اسيا پنځو هېوادونو په وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته ماتې ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي وايي، د پنځو هېوادونو دغه سيالي تېره اوونۍ پيل شوې وه او تېره شپه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

په دې سياليو کې د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د فوټبال لوبډلو ګډون درلود.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د يو پر ۳ ماتې ورکړه، دوهمه لوبه يې د قرغیزستان سره وه چې هغه لوبډله يې هم د يو پر درې ګولونو ماته کړه.

افغانستان فوټبال لوبډلې درېيمه لوبه له ترکمنستان سره وه، چې د صفر پر ۱ يې له ترکمنستان څخه ماتې وخوړه.

دغه راز د افغانستان لوبډلې وروستۍ لوبه د ازبکستان سره وه چې د ياد هېواد لوبډلې ته يې د يو پر ۲ ګولونو ماتې ورکړه او د مرکزي اسيا د پنځلس کلنو جام اتلولي يې وګټله.

د فوټبال مسئولين وايي، افغانستان د ۹ نومرو په ترلاسه کولو سره په دې سياليو کې لومړی مقام خپل کړ او بريالی شو.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button