
په ټولنه کې د مدارسو اهميت
ليکنه: عمر افغان
لکه څنګه چې مونږ په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې هستوګن یوو زمونږ دین دود او دستور اسلامي دی خو ددې لپاره چې هر وخت په خپلو اسلامي او دیني ارزښتونو سمباله ټولنه ولرو داسې دیني مراکزو ته اړتیا لیدل کیږي چې ټولنه له بې دینۍ له دین څخه د لیري والي او ګمراهۍ څخه وژغوري له داسې مراکزو څخه دیني مدرسې هم دي.
څنګه چې زمونږ مسلمانه ټولنه له مدرسو سره هر ډول مرستې کوي او مدرسې د دوی په همکارۍ مخ ته ځي، مدارسو هم ټولنې ته ډېر خدمتونه کړي دي. هر وخت یې ټولنې ته داسې علماء وړاندې کړي دي چې علمي او عملي ډګر کې یې خپله وړتیا ښودلې ده او د ولس مرجع ګرځېدلي دي.
مدرسې زمونږ لپاره ډېر اهمیت لري که چېرې مونږ له مدارسو بې برخې وی نو له ډېرو ستونزو سره به مخ وو خدای دي نه کړي زمونږ ټولنې به د بې لاریتوب لوری نیولی وو. داسې څوک به مو نه موندل چې د هغو مسائلو په اړه چې په هغو کې بند پاتې وو معلومات راکړي. او یا به هم په داسې ناروا کړنو بوخت وو چې په اړه به یې مونږ د ګناه لرلو او نه لرلو فکر هم نه کاوه. خو اوس الحمد لله دغه ستونزه ځکه نه لیدل کیږي چې په هر کلي هر جمات کې علماء لرو چې د اړتیا په وخت ورته رجوع کوو.
بل لوري ته به زمونږ د ښمنانو په مونږ کې د هر ډول بې دینۍ خپرولو هڅې هم ډېرې بریالۍ وې ځکه داسې څوک به یې نه موندل چې د دوی د موخو په سرته رسولو کې خنډ وګرځي.
که فکر وکړو هغه څوک چې تل زمونږ تر څنګ اوسېدلي دي او ولس یې نه دی پرېښودلی همدغه له دیني مدرسو څخه راوتلي علماء دي. له ولس سره یې په غم درد او خوښۍ کې ځان شریک ګڼلی دی. د ولس هر اړخیزو ستونزو په حل کې یې هم تر ډېره حده خپل رول ادا کړی ده.
دیني مدرسې ټولنه هغې لارې ته سوق کوي کومه چې مونږ ته خوږ پیغمبر را ښودلې او صحابه کرامو پر هغې خپل قدمونه ایښي.
مدرسې مونږ په هغو اخلاقو برابروی چې د نبي علیه السلام له لارښوونو سره سم، ښه اخلاق بلل کیږي.
مدرسې مونږ ته د هغې لارې ښودنه کوي چې د دنیا او آخرت بریالیتوب مو پکی نغښتی دی.
له مدرسو څخه علماء چې د پیغمبرانو وارثان دي، فارغیږي.
دا چې مدرسې د ښوونځیو او پوهنتونونو په ډول د حکومتونو له خوا نه تمویلیږي عامو مسلمانانو ته په کار ده چې له مدرسو سره د خپلې دیني وجیبې له مخې هر اړخیزې مرستې وکړي ځکه مدرسې زمونږ یوه اړتیا ده.



