طالبان: له زندانيانو سره ناوړه چلند کېږي- رسنۍ او بشري ادارې دې خپل مسئوليت ادا کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۸)

طالبان وايي، د افغانستان په بېلابېلو زندانونو او په ځانګړې توګه په بګرام زندان کې د پوليسو او امنيتي منسوبينو له لوري له بنديانو سره ناوړه او بد چلند کېږي، چې ډیری زندانيان له سختو مشکلاتو او آن د ځان وژنې تر بريده رسېدلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې که څه هم له بنديانو سره بد چلند له تېرو پنځلسو کلونو راپديخوا روان دی، خو په دې وروستيو کې د پوليسو او امنيتي ادارو له لوري له بنديانو سره (ناوړه چلند، ظلم، وحشت او غير انساني کړنې) لا زياتې شوي چې زندانيان يې له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.

مجاهد زياته کړې، چې په بګرام زندان کې د امنيتي ادارو او افسرانو له خوا له بنديانو سره لاندې کړنې ترسره کېږي:

لومړی: بنديانو ته سور رنګه تنګې جامې ورکول، چې په لومړيو کې بګرام او ګوانتنامو کې امريکايانو افغان بنديانو ته په زور اغوستلې او په ناسته ولاړه، لمانځه او نورو حرکاتو کې مشکل جوړوي.

دوهم: د بنديانو سره ملاقونه بند شوي او يا ډېر کم هغه هم د ښيښې شاته.

درېيم: په اخره اندازه کم او خراب خواړه چې ډیر بنديانو ته يې د معدې او نس ناروغۍ پيدا کړي او آن ډیری بنديان يې ځان وژنې ته تيار کړي دي.

څلورم: بندي ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي، ډاکټر ته نه ښودل، د خراب کيفيت او بې تاثيره دوا په رشوت او پيسو ورکول کېږي، چې د بنديانو روغتيايي حالت يې نور هم خراب کړی دی.

پنځم: مسئولين د زندانيانو د صفايۍ او سپورت خيال نه ساتل کېږي.

شپږم: غير انساني چلند، سپکې سپورې، ښکنځل کول، د خوب پر مهال شور جوړول، د عبادت په وخت کې بنديانو ته تکليف ورکول هغه څه دي چې د پوليسو او امنيتي کسانو له خوا ترسره کېږي.

اووم: د کتابونو او مطالعې په برخه کې محدوديتونه وضع شوي او په لوی لاس کوښښ کېږي چې د بنديانو د سالم مصروفيت مخه ونيسي.

طالبانو، د دولت له لوري له بنديانو سره پورتنې ټولې کړنې په کلکو ټکو غندلي او په نړيوالو بشري ادارو او رسنيو يې غږ کړی، ترڅو د هېواد ټولو زندانونو، په ځانګړې ډول د بګرام زندان حالت له نږدې وګوري او له زندانيانو سره د ناوړه چلند په اړه خپل مسئوليت ادا کړي.

طالبان وايي، چې د پوليسو د ناوړه چلند مخه دې ونيول شوي او تر څېړنې وروسته دې پايلې له رسنيو سره شریکې شي.

په افغانستان کې د بنديانو سره د کېدونکي ناوړه چلند په اړه اندېښنې برسېره کېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې مخکې هم د بنديانو د ناخوښۍ غږونه تر رسنيو رسېدلي دي او ان دا چې په تېر کې د بېلابېلو زندانونو بنديانو د نه خوړلو اعتصابونه کړي او تاوتريخوالى رامنځ ته شوى دى .

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button