ولسي جرګه: دولت دې پر ډېورنډ د پاکستان د تاسیساتو مخه ونیسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۸)

د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، چې افغان دولت دې د پاکستان له لوري پر ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن تار لګولو او تاسيساتو جوړولو مخه ونيسي.

د ولسي جرګې غړو پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري پر اغزن تار لګولو د افغان دولت چوپتيا غندلې او د دغه ډول اقداماتو پر وړاندې يې د جدي اقدام غوښتنه کړې.

وکيلانو دغه راز ويلي، که حکومت پر ډيورند کرښه له پاکستان سره په ګډو عملياتو موافقه کړي وي، دا به نه جبرانيدونکې خطا او د افغان ولس سره ستر خيانت وي.

دوی وايي، چې پاکستان عملا پر دغه کرښه د اغزن تار پر غزولو بوخت دی او افغان دولت يې پر وړاندې چپ دی، چې دا به په راتلونکې کې ډير بد نتايج ولري.

تر دې وړاندې پاکستان ویلي و، چې د امنیت لپاره به پر دغه کرښه دېوال جوړوي او اغزن سیم تېروي، چې څه موده مخکې يې د دغه چارې د پيلولو خبر ورکړ.

څو روځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت وياند نجیب الله دانش ويلي و، چې پاکستان د دغه کار حق نه لري، خو تر دې دمه لا د افغان حکومت عملي اقدام نه تر سترګو کېږي.

شنونکي او ځينې ازادې ټولنې په دې باور دي، چې د افغان دولت چارواکو له پاکستان سره پر ډيورنډ فرضي کرښه معامله کړې او غواړي چې دغه کرښه د تل لپاره دغه هېواد ته ورپريږدي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button