کابل: د پل سوخته لاندې په معتادینو چاودنه شوې
د کابل پولیس وایي د دوي لومړنیو پلټنې ښيي چې “پل سوخته” سيمه کې په نشه د روږدو کسانو د راټولېدو په سيمه کې چاودنې ٤ کسان وژلي او ٣٥ نور ټپيان شوي دي.
د سیمې څخه راپورونه وایي چې چې چاودنه د ګاز ډبې له امله وه.
پولیسو ویلي چې د دوی معلومات هم ښیي چې چاودنه د ماین یا نورو انفجاري توکو له کبله نه وه او چاودنه د ګاز دهغې ډبې وه چې په نشیي توکو روږدو کسانو ورباندې چرس پخول.
په کابل کې د پل سوخته سیمه کې د پل لاندي هر ورځ لسګونه معتاد کسان سره راټولیږي او بیلابیل نشیي توکي کاروي .
د کابل ښاریان د دې خلکو له تجمع څخه په تنګ دي او له دولت څخه غواړي چې د دې کسانو مخه ونیسي .
خو بلخوا بیا د سیمې عیني شاهدان وایي چې له دولتي عسکرو نیولې آن تر لوړ پوړو چارواکو پورې دې سیمې ته راځي چې ځینې یې مشتریان دي، او ځینې هم د نشې کولو پخاطر حضور راوړي.
د معلوماتو تر مخه په دې لسګونو کسانو معتادینو کې ښځې هم شتون لري.
په نشیي توکو روږدو کسانو باندې دا لمړی ځل ندی چې داسې چاودنه کیږي بلکه تر دې مخکې هم په ځلونو ورته پیښې پکې شوې چې ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي.


















