(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۱)
په کابل ښار د پل سوخته په سيمه کې بيګا شپه ناوخته چاودنه شوې، چې له مله يې څلور نشه يان وژلي او لږ تر لږه ۳۵ نور ټپيان دي.
پوليس وايي، چې دغه چاودنه د شپږمې ناحيې اړوند د پل سوخته لاندې د نشه يانو د راټولېدو په ځای کې د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې ده.
د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند بصير مجاهد رسنيو ته ويلي، چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغه چاودنه د ګازډبې د چاودېدلو له امله وه چې روږدو کسانو ترې استفاده کوله.
نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې دوو تنو پوليسو ته ويلي چې چاودنه د لاسي بم په وسيله رامنځته شوې ده او په خبره يې چې په دې اړه د پوليسو نورې پلټنې روانې دي چې پايلې به یې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.
د مجاهد په وينا، په دغه پېښه کې څلور روږدي کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
تر اوسه په پېښه کې د وژل شويو کسانو هويت نه دی څرګند شوی.
په دې وروستيو کې په کابل کې په نشه د روږدو کسانو شمير زيات شوی، چې د دغه ښار اوسېدونکي يې چارواکي ګرم بولي او وايي چې حکومت هم ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.
-الماس خدرخېل-


















