جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سوله ولې نه راځي؟!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 13, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
10
ځلې شریک شوی
120
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري خالد

پرون ورځ دسولې دتشریفاتي او تمثیلي شوری نوې تګلاره تصویب شوه چې له مخې یې دطالبانو سره دسولې په اړه هیڅ طرحه او حتی پروګرام نه لري؛ پوښتنه داده چې دسولې شوری دڅه لپاره جوړه شوې، او ولې د بېچاره ولس له خزانې دومره درانه مصارف او دشوری غړو ته لوړ معاشات ورکول کېږي؟
په کار خو داده چې دسولې د شوری ټول تمرکز پر دې وي چې سوله ولې نه راځي، او کوم ـ کوم خنډونه دسولې مخ ته پراته دي؟ خو په ډېر تاسف سره باید ووایم چې دسولې له نوم څخه ناوړه استفاده روانه ده او محض دعامه ولسې اذهانو دتحریف لپاره وخت ناوخت ترې دسولې کلیشه یې شعارونه رسنیز کېږي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

دسولې پر نوم تمسخر ځکه روان دی چې په سوله ئیز افغانستان کې دکابل تر نیمایي زیات چارواکي خپل ژوند او کاروبار ته خطر محسوسوي، او پوهېږي چې دملت له غبرګون او محکمې سره مخ کېدل یې حتمي دي.
ددوی ګټې او بقاء په جګړه ئیز افغانستان کې نغښتې، دوی پس پرده ده جګړې په تداوم ځکه ټینګار کوي چې دجګړې په لوګیو او لمبو کې ددوی کرغېړنې څېرې له ولس پټې او ورکي دي.

که سترګې پټې نه کړو او صاف حقیقت ووایو؛ دوستم د جمهوري ریاست دمرستیالۍ وړ دی؟
عطاء او شېرزی په دې ارزي چې دیوه داسې ولس نماینده ګي وکړي چې دڅلورو لسیزو جګړو وهلی او ځپلی؟
عبدالله او محقق دومره وړتیا او استعداد لري چې ددوو زبر ځواکونو، ناروا څپېړو وهلي افغانان دیوه روښانه او سوکاله هیواد څښتنان کړي؟
او یا هم بېوسه، کمزوری، ناتوانه او مریض اشرف غني دومره حوصله او استقامت لري چې خپلسري ټوپکمار، قاتلین او دمافیا دبانډ غړي وزیران او قومندانان له پښو وغورځوي؟

دسولې مخ کې همدغه پلن ګېډي ستر خنډونه دي، دوی نه غواړي چې سوله او ارامي راشي، دوی نه غواړي دجګړې بلې لمبې مړې شي او ددوی کرغېړنې څېرې ولس وویني
دوی نه غواړي چې اشغالګر ځواکونه ووځي، افغانان خپله داسې اداره او نظام ولري چې کار اهل کار ته وسپارل شي، مسلکې کادرونه بلا واسطه او رشوت، پر وړ مناصبو وګومارل شي او ددوی واسطه یې اقارب او اوباشان له دندو وشړل شي.

همدا لامل دی چې په هیواد کې دجګړې اور دژبغړاند ساتلو لپاره د داعش ډله په سیمه کې مطرح کړی شوه او په لوړه کچه تبلیغات ورته وشول او لا ورته کېږي.
دملا رسول سنګوریان په هلمند کې رسنیز کړی شول او دتمویل او حمایې لپاره جبار قهرمان سیمې ته ولېږل شو، ننګرهار کې داعش ته کمپاین کېږي، مسلمیار یې تر شاه کلک ولاړ دی اکمال او تمویل یې کوي او په شمال کې چې دداعش شتون محال شو، دعطا او دوستم اوباشان چې له وړاندې وسلې ورکول شوې وې، دداعش پر نوم رسنیو ته معرفي شول.

لنډه دا چې ترڅو اشغالګر موجود وي، او موجوده چارواکي حاکم وي دجګړې لمبې به همداسې بلې وي او دیو څو کرغېړنو څېرو دګټو او اشغالګرو دبقاء لپاره به د افغان ولس وینې په ډېره بې رحمۍ او بې دردۍ سره بهول کېږي.

دصلیبیانو دغوڅ شکست او ښېرازه افغانستان پر هیله

مخکینې مطلب

بې انسانه ملمستون

بل مطلب

طالبان: فراه کې وژل شوي کسان اربکيان او پوليس دي

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com