د اروزګان سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي رسنیو ته ویلي چي پرون مازدیګر ناوخته د محمد ظاهر په نوم د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د انجنيري ټېم مشر لومړى سخت ټپي او بيا وروسته يې ساه ورکړه.
دې ځوان د طالبانو لخوا بهرنیو او داخلي عسکرو ته ایښودل شوي ماینونه له کاره ویستل ، ویل کیږي چې نوموړی د څو ماینونو په خنثا کولو بریالی شوی هم ؤ، چې تیره ورځ یې بالاخره خپل ځان هم د خښ کړل شوي ماین ښکار کړ.
تر اوسه طالبانو دیادې پیښې اړوند څه ندي ویلي.
ویل کیږي چې طالبان خپل ځمکني ماینونه له عادي شیانو جوړوي چې لګښت پرې کم خو خطرناک ډیر وي چې کشف کول او لمنځه وړل یې عادي چاره نه وي


















