کابل ټکی کام / ۲۳ سرطان ۱۳۹۶
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ سلګونو قومي مشرانو ، ځوانانو د ایران د ولسمشر حسن روحاني د ورستیو څرګندونو په ضد پراخ لاریون وکړ.
تيره ورځ د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ ولسونو مشرانو او ځوانانو دایران د ولسمشر حسن روحاني ورستې څرګندوني په کلکو ټکو وغندلي او د حسن روحاني څرګندونې یې په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه یاده کړه.
یادو لاریونوالو مرګ په ایران ، مرګ د ایران په ولسمشر شعارونه ورکول.
کابل ټکی کام ته خالد طاووسی نومي کس وویل (( مونږ د خپل هيواد پرمختګ غواړو هیڅ یو هیواد ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.))
د پکتیکا ځوانانو متحده شورا کابل ټکی کام ته وویل (( زموږ یوازنې هدف له یاد لاریون څخه د حکومت متوجي کول وه. موږ ټول د حکومت تر څنګ یو او پوره ملاتړ یې کوو.))
هغوي وایي هیچاته به اجازه ورنه کړو چې د هیواد د پرمختګ مخه ډب کړي.
د پکتیکا د ځوانانو متحده شورا غړو او لاریونکوونکو له افغان حکومت څخه په جدي توګه د افغانستان د ټولو سيمو د اوبو مهارولو او کنټرولو غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې نه يوازې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې بلکې د هيواد په ډیرو سيمو کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني د ورستیو څرګندونو پر ضد لاريونونه وشول.
راپور : عبدالحق فقیرزاده


















