(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۴)
تېره ورځ له غرمې مخکې په مسجد اقصی کې اسرائيلي عسکرو درې فلسطينيان ووژل او د جمعې پر لمانځه يې بنديز ولګاوه.
د مسلمانانو د لومړۍ قبلې (مسجد اقصی) خطيب شيخ عکرمه صبري د ترکيې رسنيو ته وويل، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د اسرائيلو له لوري پر مسلمانانو د جمعې پر لمانځه بنديز لګول کېږي.
د راپورونو له مخې لومړی يو فلسطيني په اسرائيلو ډزې وکړې، چې درې تنه پکې ټپيان شول او د دوو روغتيايي حالت مرګونی و.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د (اسلامي امارت) له ادرسه رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې د اسرائيلو دغه بريد وحشت بللی او په سختو ټکو يې غندلی دی.
طالبانو د نړۍ له مسلمانو هېوادونو، اسلامي کنفرانس او نورو اسلامي ټولنو غوښتي چې د اسرائيلو دغه کړنه محکومه کړي او د مخنيوي په لارو چارو يې غور وکړي.
د زيات ارزښت له مخې د اسرائيلو د وروستيو کړنو په اړه د اسلامي امارت اعلاميه کټ مټ خپروو:
په مسجد اقصی کې د اسرائیلو د وحشت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
د جمعې په ورځ د فلسطین هیواد په قدس ښار کې د مسجد اقصی په انګړ کې اشغالګرو اسرائیلي عسکرو په فلسطیني مسلمانانو حمله وکړه چې له امله يې ۳ تنه فلسطینیان شهیدان او ۲ اسرائیلیان ووژل شول.
له پېښې وروسته اسرائيلي عسکرو د مسجد اقصی دروزاه وتړله، مسلمانانوته يې په مسجد کې د جمعې د لمانځه د اداکولو اجازه ورنکړه او مسجد لاهم بند دی.
اسلامي امارت د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب د اسرائيلي اشغالګرو عسکرو دغه وحشت په ترټولو سختو ټکو غندي، دنړۍ له مسلمانو هیوادونو څخه هم غوښتنه کوي چې د اسرائيلو دغه کړنه محکومه کړي او دمخنیوي په لارو يې فکر وکړي.
په دې اړه اسلامي کنفراس او د اسلامي نړۍ نور نهادونه هم مسئولیت لري چې خپل غږ اوچت او د ظالمانو د ظلم په مخنیوي کې له خپلو فلسطیني وروڼو سره ودریږي.
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۸/۱۰/۲۱هـ ق
۱۳۹۶/۴/۲۴هـ ش ــ 2017/7/15
قاري محمد يوسف احمدي


















