(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)
په دې وروستيو کې يوه نوې بټوه جوړه شوې، چې د غلا کولو پر مهال د خپلې کيمرې له لارې د غله عکس له ځان سره ثبتوي او نور بلا ډېر کمالات هم لري.
دغه بټوه د پاوربنګ سربیره، چې مبايلونه چارج کوي له وای فای سره هم وصلېږي او کولی شۍ چې د وای فای استفاده ترينه هم وکړۍ.
نوې جوړه شوې بټوه ډېر وړوکی حجم او د والټرمن په نوم یادېږي چې تر اوسه عامو بازارانو ته نه ده راوتې، د دې بټوې جوړوونکي وايي نږدې وخت کې به عامو بازارونو ته هم وړاندې شي.
اختراع کوونکي يې وايي، چې په دغه بټوه کې GPS هم ځای کولی شۍ او دغه ډول که د مبايل خاوند خپل سمارټ فون له ياده وباسي نو دا بټوه يې وريادوي.
په بټوه کې په ځانګړي مهارت سره يوه وړه کيمره ځای پرځای شوې که يې څوک غلا کړي يا يې پيدا کړي د غله عکس په پټه اخلي چې بيا د بټوې سره د وصل شوي تليفون خاوند ته په اتومات ډول لېږل کېږي.
دغه راز د بټوې په کيمره کې یو سیمکارت لږېدلی چې موبایل تېلفون یې د والټرمن ویبپاڼې له لارې پيدا کولی شي.
-الماس خدرخېل-


















