(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)
چارواکي وايي، د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو ۶ عسکر وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي.
د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي رسنيو ته پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، په دغه سرتيرو کې د پوستې قوماندان هم شامل دی، چې له ځان سره يې يوه رينجر موټر او څلور ميله وسله هم طالبانو ته وروړې ده.
بل پلو وسله والو طالبانو هم منلې چې دوی ته په ياده سيمه کې د يوې پوستې پنځه عسکر تسليم شوي دي.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، تسليم شويو عسکرو لومړی خپل قوماندان او يو بل سرتيری وژلي او وروسته له خپلو وسلو او رينجر موټر سره دوی ته ورغلي دي.
طالبانو په خپله رسمي پاڼه (الاماره) کې د دغه تسليم شويو عسکرو، رينجر موټر او ورسره د څلور ميله وسلې انځورونه خپاره کړي دي.
بايد وويل شي، چې وړمه ورځ هم طالبانود بادغيس ولايت په آب کمري ولسوالۍ کې د يوه ځانګړي تکتيک په ترڅ کې د افغان پوځ اته سرتيري ژوندي ونيول.
-الماس خدرخېل-


















