حامدکرزي په کندز او روزګان کې د بمباريو غندنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندز او روزګان ولايتونو کې د بهرنيو او افغان ځوکونو له لوري وروستۍ بمبارۍ وغندلې.

د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول بريدونه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې د عامو افغانانو ژوند اخلي،عامه تاسیسات، کلي او کورونه وېجاړوي ستر بشري جنایت او د نه بښلو عمل دی.

نوموړي ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا دغه ډول هوايي بريدونه د (د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولي او په شدیدو الفاظو یې تقبيح كوي).

په خبرپاڼه کې راغلي، چې (حامد کرزی د لوی خدای له درباره د دغو غمجنو پېښو شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.)

تېره ورځ د روزګان مرکز ترينکوټ په مهراباد سيمه کې د بمباريو له امله درې تنه عام خلک ووژل شول او دوه نور ټپيان شول، له هغې مخکې هم د دغه ولايت په سجاول سيمه کې د بمباريو پر مهال شل تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه راز وړمه ورځ امريکايي الوتکو په کندز کې د نجونو يو ښوونځی بمبار کړ، چې درې تنه ولسي خلک يې ټپيان او د ښوونځي په ګډون يو شمير دکانونه يې زيانمن کړل.

ډیری وخت د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري په عامو خلکو بمبارۍ کېږي، خو د ګډ حکومت چارواکي يې پر وړاندې هيڅ غبرګون نه ښکاروي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button