چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امریکایان به یا وزي او یا به وژل کیږي

امین الله نشرونکی: امین الله
جولای 16, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

لیکوال : امین وردګ
زما په اند ! امریکایان به له افغانستان څخه یا په خپلو پښو ځي او يا د نورو په اوږو ؛ دریمه لاره يې نشته.
ما چې د غربیانو په هکله هر څومره فکر کړی ؛ نو دریمه لاره مې نده ورته موندلې ؛ ځکه چې دوی اوس ! د القاعدې او یا طالبانو په نوم له کومې ډلګۍ سره نه ؛ بلکې په افغانستان کې له ملت سره جګړه کوي ؛ چې دغه نکته په تاریخ کې ښه روښانه ده ؛ له افغان ملت څخه چا لا تر اوسه جګړه نه ده ګټلې ؛ نو اوس يې هم ګټل شوني نه بولم.
افغانان ځینې خواص او دودونه لري چې هر دښمن يې باید وړاندې له ښکېلتیا څخه مطالعه کړي:
۱ – افغانان هېڅکله په چا تېری نه کوي ؛ خو که چا تېری پرې وکړ ، بیا د سر په کاسه کې اوبه هم ورکوي.
۲ – جګړه نه پيل کوي ؛ خو چې جګړه ورسره پيل شي ، بیا یې بس کول هم په پيل کوونکي ور اچوي (مانا دا چې : دوی بیا جګړه روانه ساتي) خو که يې دښمن وویل چې بس ! دوی يې هم بس کوي.
۳ – هوکړه نه ماتوي ؛ خو که چا هوکړه ورسره ماته کړه ، بیا ټول عمر باور نه پرې کوي.
۴ – د خپل مړي پور نه پرېږدي ؛ اګر که یې دښمن د قبر تر غاړې هم رسېدلی وي.
۵ – په جګړه کې ستړي کيږي نه او یا دا چې ستړیا عیب ګڼي ؛ اګر که ټول عمر یې هم پکې تېرشي.
۶ – تل ((د سر په سودا)) له خپل امیر سره پیمان کوي ؛ ځکه خو يې د جګړو په ډګرونو کې له عزرائيل (علیه السلام) څخه چندانې سترګه نه سوزي.
۷ – زور نه مني ؛ اګر که یوې خواته دی ! او بلې ته يې ټوله نړۍ وي.
۸ – چې څومره یې ورته سختوې ، دوه برابره یې درته سختوي.
۹ – یوازې يو افغان چې ژوندی وي هم به جګړه روانه ساتي ؛ تر څو هغه (یو) هم ووژل شي او ټوله خاوره د افغانانو له شتون څخه تشه شي.
۱۰ – د خپل مقتول قاتل به ارومرو وژني ؛نو کله یې چې هغه ووژلو ، بیا بل نه وژني ! مګر که له قاتل څخه هر څومره خلکو دفاع وکړه ؛ بیا هغه ټول وژني.
۱۱- په جګړه کې د ځان ، کور ، کهول ، ګټو، راتلونکي، کاربار، خپل او یا پردي پروا نه کوي ، یواې په دې ګروهمن وي چې : باید جګړه و نه بایلي او دليل یې دا دی چې : پیل کړې ده نه ده ؛ نو دروي يې هم دی نه ! او بل دا چې ځان ملامتیا ته نه ورکوي ؛ نو چې کله ملامت نه وي ، بیا جګړه هم تر هر څه مقدسه بولي.
۱۲ – چې کله یې له چا سره جګړه پيل کړه نو د ماتې فکر یې بلکل نه کوي او نه یې مني ؛ ځکه چې یا به مري او یا به جګړه ګټي.
۱۳ – د جګړې له پیل نه وړاندې فکر کوي چې : سبا يې څوک ملامت نه کړي او هېڅکله هم داسې جګړه نه پيل کوي چې ؛ سبا څوک د ملامتیا غږ پرې وکړي ؛ ځکه چې په پښتنو کې یو متل دی ، وايي : ((په سلو ووهل شې ، خو په یوه ملامت مشې)) نو دوی په خپله ملا باندې سل سوټي زغمي ، مګر یوه د ملامتیا خبره نشي زغملی.
۱۴ – له جګړې نه وړاندې په مسلکي توګه پلان نه جوړوي ځکه چې : جګړه یې موخه نه وي ! خو یوازې د جګړې له پيل نه لږ وړاندې په همدغې یوه خبره فکر کوي چې : باید په راتلونکې جګړه کې يې څوک ملامت نه کړي ، بس.
۱۵- پښتون هېڅکه هم له کموزوري سره زور نه آزمويي (چې دا عادت یې د زمري دی) ، مګر باالعکس ! له زورور سره جګړه په ډېر ویاړ سره مخته وړي.
نو کله چې په یو چا کې دغه پنځلس خواص وي ؛ نو زما په اند ! له هغه څخه به د جګړې ګټل ؛ ناشوني او یا بیخي کم وي.
نو امریکایانو ته په کار ده چې : له دغې خونړۍ جګړې نه لاس واخلي ، کنه بیا هم وايم چې (یا به پلي وزي له دغه ملک نه او یا د نورو په اوږو !)
نو زما توصیه امریکایانو ته دا ده چې : باید دغه جګړه نوره و دروي او له افغانانو سره سوله وکړي ؛ ځکه چې دوی یوازې په سوله کولو سره د وتلو لاره پيدا کولای شي او له دغې لارې ځانونو ته د خټې پزه هم جوړولای شي ، کنه یا به تښتي او یا به وژل کيږي.
امریکایان باید له دغې خبرې و نه ډار شي چې : که سوله وکړو نو دوی به مو بیا هم پرته له وژلو پرېنږدي ، خو نه ! داسې نه ده ؛ افغانان داسې عادت هم لري چې : سل کسه يې ور ووژنې او بیا ريښتينولي ورسره پيل کړې ؛ هېڅکه هم کسات نه درنه اخلي ، بلکې بښي دې ! او که زور ورسره وکړې نو بیا د پرته له وژلو نه پرېږدي.
اوس که چېرې امریکایان وغواړي چې : په افغانستان کې د دوی ګټې خوندي پاتې شي ؛ نو له افغانانو سره دې نوره جګړه نه کوي او د افغانانو شرائط باید ومني او بیا که دلته واړوي هم څه خبره به نه وي ان شاءالله.
خو هو ! د افغانانو له دودونو او اسلامي شرائطو سره سم !
دا چې امریکایان د نورې نړۍ په هېوادونو کې روږدي شوي دي ؛ نو باید افغانانو ته له کومې بلې زاویې وګوري او هغه تجربې دلته تکرار نه کړي چې : په نورو خصي هېوادونو کې يې لاسته راوړې دي ؛ دا افغانان دي ، ضدي دي ! دوی د اوښ غوندې کينه لري ؛ یوازې سم چلند یې رام کولای شي ، بس.
تاسو وليدل چې : افغانانو د یوه عرب له امله څومره درنې قربانۍ ورکړې ؟ مګر هغه افغانیت او پښتونولي یې داغي نه کړل ګورئ!
دا قربانۍ یوازې طالبانو نه دي ورکړې ؛ بلکې ملت ورکړې او هغه دي ! لايې هم ورکوي.
ستاسو به اند ! ملت له طالبانو تنګ راغلی ؤ ؛ ځکه يې تاسو ته مخه کړه ؛ مګر ومو ليدل چې : کله د افغانیت او پښتونولۍ مسئله شوه ؛ ټول د طالبانو خواته و درېدل او تاسو یې په تورو ليکو باندې یوازې پرېښووئ !
او که تاسو دا فکر کوئ چې : جګړه به ګټو ؛ نو قسم په الله که خو یې وګټئ ؛ دا قسم درسره نوټ کړئ او بیا يې په هغه ورځ دریاد کړئ چې : کله مو آخرنۍ الوتکه له افغان قلمرو څه وزي.
که کوم امریکايي هم افغانانو ته داسې پناه وروړي لکه عرب ځوان چې ورته راوړې وه ؛ نو تاسو باور وکړئ چې : له هغه سره به هم په همدغه ډول افغانیت او پښتونولي ثابتوي ؛ که څه هم چې هغه امریکایی به غيرمسلم هم وي.
او که تاسو دا فکر کړی وي چې : کوم خلک له تاسو سره دي ؛ هغوی به افغانان وي ؛ داسې نه ده ! ځکه چې اصل افغان د چا غلامي نه کوي ((د هېچا)) غلامي هم نه کوي او په دغې خبره تاسو (غربيان) هم پوهېږئ چې : کومو خلکو ستاسو چوپړ ته ملاوې کږې کړې ؛ هغوی به یا (دو رګ) وي او یا به يې (ډي ان اې) بلکل له کوم افغان سره سر نه خوري.
نو تر ټولو به ښه دا وي چې : (سوله وشي) امریکایان د افغانانو له خاورې ووزي او اشغال ته خاتمه ورکړي ، که داسې و نه کړي ؛ نو خامخا به وژل کيږي ؛ چې دا به بیا وخت ثابته کړي ان شاءالله.
سوله د ټولو افغانانو آرمان دي او لا هم خلک د سولې په تمه جګړې ته سم نه وزي ، که ستاسو په ارادو ټول افغانان پوه شي (چې جګړه ګرمووئ) نو بیا به وګورئ چې افغانان څه درسره کوي ! داسې فکر به وکړئ چې : مړي را ژوندي شوي او که پېریانانو په جګړو کې برخه اخيستې ؟ لالهاندي به شئ ، ستړي به شئ ، خفه به شئ او ډېر ډېر به وژاړئ ! اوس خو لا یوه ډله ولسي خلک ستاسو په وړاندې ولاړ دي او ټول نه دي !
دا چې دغې یوې وړوکې ډلګۍ لاره درباندې ورکه کړې ، که ټول افغانان در پسې راووزي بیا به څه کوئ ؟
که ټول درپسې را ووتل ؛ نو تاسو به هم (بیا ارو مرو) یا تښتئ او یا به د وتنام ، یوريشيما او ناګاسا غميزې تکراروئ ؛ چې په هغه صورت کې به مو بیا هېڅ حیثیت پاتې نشي ، تاسو څه چې بین المللي ټولنه به هم پوره درسره رنګ کړئ او بیا به په هغوی هم څوک باور نه کوي.
په پای کې دا هم یاد لرئ! که چېرې افغانان په دغې تنکه و پوهيږي چې : امریکایان له افغانستان څخه د وتلو هوډ نه لري او نه وزي ؛ بلکې دلته لا جګړه اوږدوی ؛ نو نن خو د تور په توګه ویل کيږي چې : روس او چین د امریکا له (افغان مخالفینو) سره مرسته کوي ؛ خو سبا به علني دا کار پيليږي او تاسو به مړې سترګې ورته ګورئ ؛ تاسو به دننه په نظامي هډو کې هم په آرامه څوک خوب ته پرېنږدي او په داسې توغندیو به ويشتل کيږئ چې : هغه به یا روس جوکړ کړي وي او یا چین ځکه چې : د افغانانو په تاریخ کې داسې پېښې ډ‌ېرې شوې دي ! که ستاسو یاد وي؟
پرون مو له تاسو وسلې واخيستې او روسان مو پرې ټوټه ټوټه کړل ، سبا به یې هم له یو چا ! اخلو او تاسو به د روسانو غوندې پرې ټوټه ټوټه کوو ان شاءالله (او موږ دو مره باوفا هم نه یو لکه : تاسو ته تسلم شوي جهادي رهبران !) ځکه چې همدا تاسو موږ جګړې ته اړباسئ ؛ کنه موږ خو جکړه نه غواړو او نه يې کوو ؛ د دې ادعا د ثبوت لپاره مو یوازې همدا دوې خبرې هم بسنه کوي چې : موږ نه وسلې جوړوو او نه په کوم ملک باندې تېری کوو ، باالعکس ! تاسو هم شپه ـ ورځ انسان وژونکې وسلې جوړوئ ، هم مستقل هېوادونه او نظامونه لاندې کوئ او د دغې کار د پاره ټول (ښځې ـ نر) د جګړو میدانونو ته را وتلي یئ.

مخکینې مطلب

حامدکرزي په کندز او روزګان کې د بمباريو غندنه وکړه

بل مطلب

بدمرغه او تاواني ژوند څخه ځان ژغورل

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com