کندوز: طالبانو ګډو ځواکونو ته دسختې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا وکړه
په کندوز کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی افغان او امریکایي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو باندې تهاجمي حملې او بمبارۍ کوي،خو طالبان بیا د مخامخ جګړو ترڅنګ د ځمکنیو ماینونو څخه کار اخلي
تازه راپورونه وایي چې په نښتو او چاودنو کې ګډځواکونو ته تلفات رسیدلي.
طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ادعا کړې چې د کندوز د مرکز اړوند په دوبلوله سیمه کې د امریکایي عسکرو په زغره وال ټانګ د دوی له لوري د ایښودل شوي ماین په چاودنه امریکایي ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ، د ۱ تن امریکایي جنرال په ګډون ۳ امریکایي عسکر وژل شوي دي،
د نوموړي له قوله په نښتو کې ۱۴ تنه داخلي عسکر هم له منځه تللي.
له دې سره همهاله طالبانو د نور پرمختګ ادعا هم کړې او ویلي یې دي چې تیره ورځ ماسپښين ناوخته مهال د کندز ښار ختیزه دروازه کې یې د ګډو عسکرو په مرکزونو او پوستو کارنده بریدونه کړي،چې له یوې خوا یې د هوایي ډګر تر حدودو ځان رسولی، اوپه بل استقامت کې یې د چرخاب سیمي څخه تر چله مزار سیمي پوري د خان اباد ولسوالۍ ته غزیدلي لویه لار په بشپړه توګه په خپل کنترول کې راوستې ده.
طالبانو په دې برید کې هم مقابل لوري ته د تلفاتو د اوښتلو ادعا کړې.
د یادونې وړ ده چې د امریکایانو په مشرۍ په دې ولایت کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات روان دي خو تر ډیره د عملیاتو قربانیان ملکي وګړي دي.
تیره ورځ هم ګډو ځواکونو په کندوز ښار کې د نجونو یو ښوونځی بمبار کړی ؤ چې له امله یو شمیر وګړي ټپیان ؤ.
د سیمې خلک وایي طالبان چې شاتګ کوي د سیمې خلکو ته د تلفاتو د مخنیوي پخاطر یې کوي، خو افغان او امریکایي عسکر بیا له هیڅ مالي او ځاني زیان اړولو دریغ نکوي.

















