سلګونه کفن پوشو هراتیانو د حکومت پر ضد لاریون وکړ

سلګونه کفن پوشو هراتیانو د حکومت پر ضد لاریون وکړ

هرات میشته مدني فعالانو د حکومت د روان ترینګلي وضعیت او نا اهلۍ پرضد يو نوی بې مخینې لاریون وکړ.

لاریون کونکي چې شمېر یې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته رسیده د کفن په اغوستلو سره یې د هرات ولایت مخې ته د عدالت غوښتنې شعارونه ورکول او حکومت یې په بې کفایتي تورنوو

لاریون کونکو ویل چې هراتیانو ته د حکومت له لوري د شپږمې ګوټې په څېر کتل کيږي او ” موږ نن کفن په غاړه کړی دی، چې د پاکۍ او ريښتینوالی نښه ده او غواړو چې د سر په بیه د خلکو له حقوقو دفاع وکړو”.

مظاهره چیانو د نا امنۍ زیاتوالي، اداري فساد، بې کاري او ګڼو نورو ستونزو یادونه کوله.

لاریون والو خبرداری ورکړ چې که په یوه میاشت کې دننه یې حکومت ستونزو ته رسیدنه و نکړي نو د ولایت دروازه به وتړي.
د یادونې وړ ده چې هرات د افغانستان درییم ستر ولایت دی چې شاوخوا ۵ میلیونه نفوس لري.
مظاهره چیانو حکومت تورن کړ چې هرات ته یې هیڅ راز توجه نده کړې د لاریون والو په وینا چې مرکزي حکومت د دې ولایت په نا امني او ټولو ستونزو کې ښکیل ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button