دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي څلورمه برخه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 20, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
16
ځلې شریک شوی
206
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ
پاملرنه : په تېرو برخو کې مو د شیطان د خلقت، تاریخ ظاهري ا و معنوي صفاتو په اړه بحث کړی وو پدې برخه کې پدې بحث کوو چې حضرت آدم علیه السلام ته یې له سجدې کولو ولې انکار وکولو او دده او انسان په مینځ کې دښمني له کومه ځایه شروع شوه او په وروسته برخو کې به انشاء الله پدې بحث وکوو چې شیطان له انسان سره خپله دوستي په څه ډول سره پالي .
حضرت آدم علیه السلام ته له سجدې کولو نه انکار
لکه پورته چې تاسې وليدل الله جل جلاله د حضرت آدم علیه السلام جسد مبارک له خټې نه جوړ کړو ددې جوړښت نه وروسته څو کاله پروت وو روح پکې نه وو او ملائکو ته امر شوى وو چې :
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ . سورة الحجر
ترجمه :نو کله چې برابر مې کړ دغه او پوه مى کړ په ده کې له خپله روحه (او دى پرې ژوندى شو) نو پريوځئ تاسې ده ته په دې حال کې چې سجده کوونکې يئ.
نو ملائکو ددې انتظار ويستو چې کله به پدې کې روح اچول کيږي او له بله پلوه به يې د هغه مراقبه هم کوله او څارلو به يې او حيران وو چې دا به څنګه مخلوق وي او دا به څنګه کار کوي او څنګه عملونه به کوي يوازې فرښتې نه بلکه ابليس به هم ورته راتلو ګرد به ترې تاوېدلو او دننه به پکې ننوتلو او بيا به ترېنه بېرته ووتلو او ورته کتل به يې يو ډول وېره به يې ترېنه کوله ملائکو ته يې ويل : دده مينځ خو خالي دى تاسې ددېنه مه ډاريږئ دا چې هرڅنګه وي که زه ورباندې مقرر کړل شوم هلاک به يې کړم خو فرښتې چې د الله جل جلاله د هر امر تابع دي په خاموشي سره يې د هغې صحنې انتظار وېستو چې په ده کې روح واچول شي .
آخر د انتظار لحظې ختمې شوې هغه وخت راغلو چې اوس به په آدم علیه السلام کې روح اچول کيږي ټولو کائناتو انتظار وېستو د انسان د تاريخ شروع کېږي چې د آدم علیه السلام په سر کې روح راغلو سترګې مبارکې يې خلاصې کړې يو طرف او بل طرف ته يې وکتل څه يې وليدل؟ د جنت ميوې او د جنت زندګي ده روح يې پوزې ته ورسېدو و پرنجېدو ملائکو ورباندې اواز وکولوووايه الحمد لله حضرت آدم علیه السلام الحمد لله وويل الله جل جلاله ورته وويل يرحمک ربک بيا يې روح معدې ته ورسېدو د جنت د ميوو شوق ورکې پيدا شو غوښتل يې چې پسې پاڅيږي سره ددې چې پدې وخت کې دده پښو ته لا روح نه دى ور رسېدلى ددې امله خو الله جل جلاله فرمايي : خُلِقَ الإنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ . سورة الانبیاء
ترجمة : انسان له بيړې نه پيدا شوى دى
کله چې روح پکې پوره شو آدم علیه السلام پاڅېدو قدم وهل يې شروع کړل او فرښتې ټولې انتظار کوي چې اوس به څه کوي الله جل جلاله ورته وويل : آدمه ورشه هغه د ملائکو ډلې ته ووايه : السلام عليکم حضرت آدم علیه السلام هلته ورغلو ورته يې وويل : السلام عليکم ملائکو ورته وويل : وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته بيا الله جل جلاله ورته وويل : آدمه دا ستا او ستا د اولادې سلام او تحية ده نو پدې کې يو آدم ته ور وښودل شول چې دا به ستاسې سلام وي او بل د فرښتو او انسان په مينځ کې يو ډول الفت پيدا شو .
او دحضرت آدم علیه السلام د پيدا کېدو په وخت کې په هماغه وخت الله جل جلاله ده ته ډېر لوى علم ورکړى وو او د ټولو شيانو نومونه يې ور زده کړي وو لکه الله جل جلاله چې فرمايي :
ترجمه :او وښودل (الله) آد م ته نومونه ټول (د پاسنيو او ځمکنيو شيانو) بيا ئې وروړاندې کړل هغه ټول شيان فرښتو ته وويل خبر راکړئ تاسې ماته په نومونو د دې شيانو سره که يئ تاسې رښتيا ويونکې. سورة البقرة
خو دا کوم نومونه وو او د څه شي نومونه يې ورښودلي وو؟ حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : د هر شي نومونه الله جل جلاله ورته ښودلي وو چې دا بحر دى ، دا اور دى دا اوبه دي او همدارنګه د استعمال طريقې او د ژوند کولو لارې الله جل جلاله ورته ښودلې وې .
نو ددې لپاره چې ملائکو ته ښکاره کړي چې حضرت آدم علیه السلام له دوى نه په علميت کې هم غوره دى نو ځکه يې ملائکو ته د امتحان په ډول وويل : چې ددې ټولو شيانو نومونه ماته وواياست دوى په عاجزي سره ورته وويل :
ترجمه :نشته هېڅ علم موږ لره مګر په هغه شي چې ښودلي دي تا موږ ته بېشکه ته هم دا ته ښه عالم او دښه حکمت خاوند ئې. سورة البقرة
بیا الله جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته وویل چې دوی ته ددې ټولو شیانو نومونه ور وښایه حضرت آدم علیه ا لسلام ته چې الله تعالی دا ټول نومونه ور ښودلي وو هغه ملائکو ته وویل بیا الله جل جلاله ملائکو ته امر وکولو چې حضرت آدم علیه السلام ته د تعظیم سجده وکوي ټولو ملائکو د الله جل جلاله د امر مطابق سجده وکوله بغیر له ابلیس نه الله جل جلاله یې مونږ ته په قرآن کریم کې په مختلفو ځایونو کې واقعه بیان کړې ده الله جل جلاله فرمایي :
ترجمه : او (یاد کړه) هغه وخت چې وویل مونږ پرښتو ته چې سجده وکړئ تاسې (تعظیماً) آدم علیه السلام ته پس سجده وکړه (ټولو) مګر (ونه کړه سجده) ابلیس، وو دی (اصلاً) له پېریانو پس ووت له امره د رب خپل (په ترک د سجدې) ، آیا پس نیسئ تاسې ابلیس او اولاده د دغه (ابلیس) دوستان (چې خبره ئې منئ) غیر له ما حال دا چې دي دغه (شیاطین) تاسې ته دښمنان ، بد دی (ابلیس) ظالمانو ته بدل (له الله جل جلاله چې شیطان مني او رحمن نه مني) . سورة الکهف
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي:
ترجمه : او یاد کړه هغه وخت چې وویل مونږ پرښتو ته چې سجده وکړئ (تعظیماً) آدم علیه السلام ته پس سجده وکړه (ټولو) مګر (سجده ونه کړه) ابلیس چې منع یې راوړه . سورة طه
ددې امله خو په قرآن کريم کې په متعددو ځايونو کې الله جل جلاله مونږ ته د شيطان د عداوت نه خبروی ددې لپاره چې مونږ پوه شو ترڅو له هغه سره يوازې او يوازې د دښمن رويه وکوو الله جل جلاله فرمايي:
ترجمه : بېشکه چې شیطان تاسې ته دښمن دی پس تاسې هم ونیسئ دی (خپل) دښمن بېشکه هم دا خبره ده چې بولي شیطان ډله خپله (ځای د هلاک ته) د پاره د دې چې شي دوی له ملګرو د دوزخ (په آخرت کې) . سورة فاطر
او شيطان له انسان سره د خپلې دښمني د پاللو لپاره له الله جل جلاله نه غوښتي چې ده ته تر قيامت پورې وخت ورکړي الله جل جلاله هغه واقعه مونږ ته داسې بيانوي:
ترجمه: پس کله چې برابر کړ ما (قالب د) هغه (په ښه شکل سره) او پو کړ ما په هغه قالب کې له روح خپل . پس پریوزئ (تاسې ټول اې پرښتو ! تعظیماً) ده ته سجده کوونکي پس سجده وکړه ملائکو ټولو دوی ټولو مګر ابلیس (چې هغه ونه کړه سجده) او لوئي وکړه او وو دی (په علم د الله جل جلاله کې ) له کافرانو . و فرمایل (الله جل جلاله) اې ابلیسه څه څیز منع کړی ئې ته له دې نه چې سجده وکړې (ته) هغه څیز ته چې پیدا کړی دی ما په دواړو (بلا کیف) لاسونو خپلو آیا تکبر د وکړ یا که ئې ته له لویانو . وویل (ابلیس په ځواب کې) زه غوره یم له دغه (آدم) څخه بیدا کړی د یم زه له اوره او پیدا کړی د دی دغه (آدم) له خټو . وفرمایل (الله جل جلاله) پس ووځه له جنت نه (یا له ملکي صورته اې ابلیسه!) پس بېشکه ته رټل شوی ئې . او بېشکه پر تا دی لعنت زما تر ورځې د جزاء پورې . وویل (ابلیس) اې ربه زما پس مهلت راکړه ماته تر هغې ورځې پورې چې پورته کول شي مړي (له قبرونو څخه) وفرمایل (الله جل جلاله) پس بېشکه ته (ای ابلیسه!) له مهلت ورکړل شویو څخه ئې تر ورځې د وخت معلوم پورې (چې نفخة الاولی ده) وویل (ابلیس) پس قسم دی په عزت ستا چې خامخا ګمراهان به کړم دوی ټول مګر هغه بندګان ستا له د وی څخه چې خلاص کړل شوی دی (له شرک شک عصیان څخه چې مؤمنان دي) نو وفرمایل (الله جل جلاله) چې پس حقه خبره هم دا ده او حقه خبره زه وایم . خامخا ډک به کړم دوزخ له تا نه (او ستا له اولاد نه) او له هغه چا نه چې متابعت یې کړی وي ستا له دغو (انسانانو) نه له ټولو څخه . سورة ص
علماء کرام ددې آيتونو په تفسير کې فرمايي چې ډېره عجيبه ده چې شيطان دا هم مني چې دی الله جل جلاله پيدا کړی دی ورته وائي چې تا دی له خټې او زه له اوره پيدا کړی يم او ددې سره سره بيا هم د هغه د امر مخالفت کوي او تردې هم عجيبه داده چې له الله جل جلاله نه غواړي چې دی زر مړ نه کړي بلکه ده ته تر قيامت پورې وخت ورکړي ددې لپاره نه چې دی توبه پکې وباسي بلکه ددې لپاره چې دی پکې له انسان سره خپله دښمني و پالي او د هغوی د ګمراه کولو کوښښ وکوي .
او شيطان له هغه وخت نه د انسان دښمن دی له کومه وخته چې دا انسان پيدا شوی دی حتی په کوم وخت کې چې انسان پيدا شي نو د پيدائښت سره شيطان هغه ته ضرر رسوي او هغه پيدا شوی ماشوم چې اول چيغه کوي د شيطان له لاسه ئې کوي له حضرت ابي هريره رضی الله عنه څخه روايت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : صياح المولود حين يقع نزغة من الشيطان. صحیح مسلم
ترجمه : چيغه د ماشوم کله چې هغه پيدا کيږی د شيطان څوخل دي (هغه يې و څوخي لدې سره ماشوم چيغه کړي)
په يو بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : ما من مولود يولد إلا نخسه الشيطان فيستهل صارخاً من نخسة الشيطان، إلا ابن مريم وأمه. صحیح البخاري و مسلم
ترجمه : هېڅ يو ماشوم نوی نه پيدا کيږي مګر دا چې شيطان هغه څوخوي او ماشوم د هغه د څوخولو له امله چيغه کوي بغير د حضرت عيسی علیه السلام او د هغه د مور نه (چې هغوی دواړه له شيطان څخه ساتل شوي وو) حضرت ابو هريره رضی الله عنه به ددې حديث نه وروسته فرمايل : که مو خوښه وي نو دا تلاوت کړئ (حضرت زکريا علیه السلام حضرت مريم علیه السلام ته دُعاء کوله او ويې ويل : زه په تا باندې د دې او ددې د اولاد لپاره له رټل شوي شيطان نه پناه غواړم) .
پدې ځای کې قاضی عياض رحمه الله فرمايي : إن جميع الأنبياء عليهم السلام يشاركون عيسى في هذه الخصوصية.
ترجمه : بېشکه ټول انبياء علیهم السلام له حضرت عیسی علیه السلام سره په دې خصوصيت کې شريک دي (چې شيطان هغوی ته په ماشوم توب کې ضرر نه دی ورکړی) .
حضرت آدم علیه السلام ته د سجدې نه کولو وجه
شیطان یوازې او یوازې ددې امله حضرت آدم علیه السلام ته له سجدې کولو نه انکار وکولو چې ده خپل ځان په هغه باندې لوی وګڼلو او د خپل شان سره یې دا مناسبه ونه ګڼله چې دی هغه ته سجده وکوي او همدا وجه په پورته آیتونو کې هم تېره شوه چې الله جل جلاله فرمايي : قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِينَ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ . سورة ص
ترجمه : وویل (الله جل جلاله) اې ابلیسه ته څه شي منع کړې لدې نه چې سجده وکوې هغه ته چې ما په خپلو لاسونو پیدا کړ آیا تکبر د وکړ یا که ئې ته له لویانو . وویل (ابلیس په ځواب کې) زه غوره یم له دغه (آدم) څخه بیدا کړی د یم زه له اوره او پیدا کړی د دی دغه (آدم) له خټو .
په پورتني آیت کې ددې وجه هم ښکاره کیږي چې ده ته ځان ولې لوی ښکاره کېدو هغه دا چې دی له اور نه پیدا شوی دی او حضرت آدم علیه السلام د خاورې نه پیدا شوی دی او دده په ګمان چې اور له خاورې نه غوره دی خو دده نه دا هېر وو چې اور له خاورې نه غوره نه دی د اور په طبیعت کې سپک والی دی ، ګرمایش دی ، جذباتي کېدل دي . تفسیر طبري
نو ددې غلط قیاس له امله هغه له سجدې کولو نه انکار وکولو او دا انکار دده د هلاکت او د الله جل جلاله د رحمت نه د لرې والي سبب شو نو ځکه یې له انسان سره خپله دښمني اعلان کړه او له هغه سره یې په جنګ لاس پورې کړو او خپل جنګ یې لدې خبرې نه شروع کړو چې ویې ویل :
ترجمه : وویل (ابلیس) خبر راکړه ماته دا (سړی) چې بهتر کړی د دی په ما باندې قسم دی که وروستی د کړم تر ورځې د قیامت پورې نو خامخا به زه بیخ وباسم د اولادې دده مګر لږ (د دوی چې ستا په عصمت او حمایت کې دي) . سورة الاسراء
نو له همدې ځای نه شیطان له انسان سره دښمني شروع کړه خو دا دښمني یې تر هر چا زیاته له هغه کسانو سره وي چې هغوی د نورو کسانو سمې لارې ته د برابرولو کوښښ کوي چې د هغوی په سر کې به انبیا‌ء کرام علیهم السلام وو . … نور بیا

مخکینې مطلب

سلګونه کفن پوشو هراتیانو د حکومت پر ضد لاریون وکړ

بل مطلب

هلمند: ګرشک کې دوه سرتيري بريدونه شوي- جګړه روانه ده

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com