له عربي نړۍ څخه دمسلمانانو هیله او ناامیدي

لیکنه عزام حقاني
عربي نړۍ دځانګړتیاوو ، موقیعت اودخپل سیاسي اهمیت په اساس داسلامي بلنې دمسؤلیتونودمنلوحقداره ده ، هغوي داکولی شي چې داسلامي نړۍ دمشرتابه بیړۍ روانه کړي اودمکمل تیاري وروسته له اروپاسره سترګې ولګوي اودخپل ایماني بلنې په طاقت اودخدای جل جلاله په مرسته پرهغوی غالب شي اونړۍ له شرڅخه دامن په لور، له تباهۍ اوبربادۍ څخه دامن اوسلامتیاپه لور راولي .
بشري نړۍ مسلمانانوته دخپل نجات ورکوونکي په حیث ګوري اواسلامي نړۍ عربوته دخپل لیډراو لارښود په نظرګوري ،
آیا اسلامي نړۍ دانسانانو هیلي ترسره کولی شي ؟ هو کولی شي په دي شرط چې په اللهي اونبوي لارښوونوعمل وکړي ، اوپه هغه لار روان شي په کوموچې مخکیني مسلمانانو مزل کاوه.
اوآیاعربي نړۍ دمسلمانانو دپوښتني ځواب ویلی شي ؟ زماپه آند هرګز یې نه شي ویلی ځکه چې قرآن په عربي ژبه نازل شوي نودوئ تر عجمو په قرآن ښه پوهیږي ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم عربي وو حرمین هلته دي اوڅوپیړۍ یې مسلمانانو دکیښتۍ کفتاني کړي ده اوهم درسول الله ددي قول په اساس الآئمة من قریش نوددي ټولوباوجود ددي پرځای چي دابې سالاره قافله دمنزل په لورروانه کړي ، دوئ نوره هم دګرداب لوري ته ټیل وهله اونوره یی هم ټیله کوي .
متأسفانه عربان نن ورځ په عیش اوعشرت کې مبتلاء او په دنیاوي لذتونواوخوندونوکې ترغاړي ډوب دي ، اوهغه لوی ورسپارل شوی مسؤلیت یې له یاده ویستلی ، اسلام اومسلمانانو ته هغه مواجه خطراتو ته یې شاوروګرځوله اوله کفاروسره یوځای دمسلمانانو په بې عزته کولو اووژلو لګیادي.
له مودوراهیسې مظلوم انسانیت اوتباه شوې نړۍ په دردناکو الفاظوکې مسلمانانوته فریادکوی ، دهغوی اوس هم دایقین دی چې کوموپاکواومخلصولاسونودکعبې آبادي کړي وه هماغه دنړۍ دبیاآبادولو کارسرته رسولی شي.

دیوه سوچه اسلامي نظام په هیله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button