بمبار امریکا کوي او چیغې دپنجاب خلاف ؟!

( ابوبلال )

سړی حیران شي زمونږ دې ځینو راشنفکرانو ته چې آخر دومره حماقت او جهالت، او دومره د ملت له هیلو او ارمانونو سره لوبې ولې کېږي؟
نږدې شپاړلس کاله وشول هیواد مو په تمامه معنا اشغال دی ځمکه، هوا، او سرنوشت مو د صلیبي وحشیانو په لاس کې دی یواځې د ملت د غولیدو لپاره یې څو ګوډاګیان په فرنټ لائن یا د ولس مشرۍ په چوکۍ درته کینولي هغه هم د امریکا په سفارت کې د جان کیري په خوښه، نه د افغان ولس په غوښتنه
دلته زمونږ دافغاني ټولنې ځینې کرایه شوي راشن فکرانو ملت په تیارو کې اچولی کله یوه او کله بله ستونزه را ولاړه کړي ترڅو ملت پرې مصروف کړي او پام یې بل خوا ته واړوي.
له کلونو راهیسې داچیغې او رمباړې وهي چې دهیواد د بدبختۍ او جګړه ایز میدان مسئولیت ټول دپنجاب پر غاړه دی او پنجاب نه غواړي دلته سوله او ارامي راشي او د طالب د مقاومت ترشاه د پنجاب حمایت او فوځي ملاتړ دی. نو څنګه په دا شپاړس کلونو کې نه کوم پنجابی فوځي چا ولید نه دپنجاب کومه الوتکه چې بمبارد یې کړی وي او نه د پنجاب کوم ټانک، یا توپ چې د طالب سره روان وي او دافغان دولت یا صلیبي لښکرو پر خلاف یې کوم ډز کړی وي؟
بل خوا ته چې ګورو ملت هم دا چیغې وهي او په دولت کې زیاتره سیاسیون هم په دې عقیده دي او طالب هم دا وایي چې امریکا زمونږ دخیر او خوشحالۍ لپاره دلته نه ده راغلې.
پرون ورځ مو ولیدل چې امریکایي الوتکو یو وار بیا په افغان ملي اردو بمبار وکړ او اعلان یې وکړ چې بمبارد تیروتنه ده
په دغه بمبارد کې نږدې دیرش عسکر وژل شوي او تر دیرشو زیات ټپیان دي نو اوس خو باید دا ومنو چې امریکا او ملګري یې دافغان ملت د خیر لپاره نه دي راغلي
اوس خو لازم ده چې د دولت درباري ملایان د امریکا او صلیبیانو پر خلاف د جهاد فتوا ورکړي
دا خو لومړی ځل نه دی چې د دولت عسکر د امریکا د برید هدف ګرزي، آیا اوس هم تاسو د پنحاب خلاف د جهاد فتوا ورکوئ او دهغو متجاوزینو سره چې هیواد یې په ټوله معنا اشغال کړی ورسره ګډ عملیات کوئ؟
د طالب په نوم د خپل اولس زلمیان او علماء شهیدان کوئ، او زندانونه پرې ډکوئ ؟
آیا اوس هم تاسو له دوی د خیر طمعه ساتئ؟
او که چیرته د پنجاب پر ضد ستاسو ګوډاګي مشرانو شعارونه په رښتیا ومنو، نو ولې مو د هیواد په ټولو سرحداتو او پولو ورسره د دروازو جوړول ومنل، او ولې مو دپنجاب پر ضد فتوا ته عملي د جهاد بڼه ورنه کړه؟ اصلا دا تش شعارونه دي دا ټول دپنجاب کرایه شوي دي دوی په عمل کې دپنجاب پرضد هیڅ ګام نه شي اخیستلی هسې د ملت ددهوکه کولو لپاره دپنجاب پرخلاف چیغې وهي
که نه نو دا تیره ورځ چې امریکا ورته عسکر بمبارد کړه د دوی خلاف دې تش دغندنې پرته یو ګام پورته کړي
لهذا افغان عسکرو ته هم یو ښه او ژور فکر په کار دی تر څو د دوی اصل دوست او دښمن وپیژندل شي، د کرایه شویو مشرانو په احساساتي شعارونو ونه غولیږي او دخدای او ملت پر وړاندې دخپل مسئولیت په اړه یو ښه فکر وکري او د دنیا دژوند ترڅنګ دآخرت نیکمرغي هم ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button