د فارياب کوهستان ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱)
وسله والو طالبانو د فارياب کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش بريد کړی او دغه ولسوالۍ يې سقوط کړې ده.
ځايي امنيتي سرچينو افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې سلګونه طالبانو د دغه ولسوالۍ په ودانۍ او دفاعي پوستو بريدونه وکړل او د څو ساعته جګړې وروسته يې ونيوله.
د سرچينې په وينا د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او ټولې امنيتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي او په خبره يې چې له يادو پوستو په شا شوي دولتي سرتيري د خيراباد په سيمه کې په يوه پوځي مرکز کې راټول شوي او هلته هم د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسوالۍ سقوط تائيدوي او وايي چې په جګړه کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ اور بل دی.
وسله والو طالبانو د دغه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ولسوالۍ په ګډون امنيه قوماندانۍ او شاوخوا ټولې پوستې يې له دولتي ځواکونو نيولي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې نښتو کې ګڼ شمير دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زياته اندازه پوځي توکي، وسلې او نور مهمات د دوی لاس ته ورغلي دي.
طالبان وايي، له ځينو پوستو تښتېدلي عسکر په يوه مرکز کې راټول شوي، چې د دوی د ځواکونو تر کلابندۍ لاندې دي.
طالبانو په دغه جګړه کې خپل لوري ته د درې تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
ويل کېږي، دغه ولسوالۍ له تېر يو کال راهيسې د طالبانو تر کلکۍ کلابندۍ لاندې وه.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-



