دوه همشکله او همرنګه وروڼه

ډاکټرفصیح الله عمرزی
په ټولنه کې به مولیدلي وي چې ځینې وخت په یوه رنګ د دوه انسانانوچې په عامه اصطلاح کې ورته همشکله وایي مخ شوي یاست دا دوه همشکله انسانان اکثر کورنۍ نږدیوالی لري اویا دوه خویندی، دوه وروڼه،یا په کورنۍ کې د وینې په یووالي سره دکورنۍ غړي همشکله وي چې دې ټولوته په طبي لحاظ موږدیوپلار اولاده وایو خوتراوسه پورې په دې نه یو پوهیدلي چې د دوه وروڼو،دوه خویندواویا د کورنۍ په نږدیوالي سره ولې دوه رنګونه نږدي کیږی یا کټ مټ په یوه رنګ سره دوه ورونه لیدل کیږي.
طب پوهانوپه نوو څیړنوکې ثابته کړې ده چې کله خاوند او دهغه میرمن په دوامداره توګه یوځای ژوند کوي د میرمنې اوخاوند په بدن کې ځنې جراثیم اوهورمونونه وي چې سره په یوکیدوېې اولادونه په یوه رنګ سره وزیږول شي اویاېې سره رنګونه اود جسم فیزیکی جوړښت یو شي.
دکانا ډا طبي ماهرینوپه خپلوتحقیاتو کې ثابته کړې ده چې د کوم خاوند اومیرمنې ېې خویونه(عادتونه) سره نږدیوالی ولري دهغوی اولادونه همشکله زیږول کیږي، په داسې وخت کې چې د میرمن اوخاوند خوې،اخلاق، یوډول خوړو خوښول اوخوراک سره نږدیوالی ولري دهغوی اولادونه هغه نارینه وي اوکه ښځینه رنګونه ېې په یوه شان وي خو که د کومې میرمني او خاوند سره خویونه او عادتونه زیات توپیر ولري د هغوی د اولادونو رنګونه به سره ورته نه وي خوڅه نږدیوالی به لري.
طب پوهان تراوسه پورې په دې ونه توانیدل چې د بیل خیل ، قوم، د بیل ګروپ وینې، د بیل عادت اوخوی ، د بیلو کورنیوترمنځ واده وشي دهغوی د اولادونو رنګونه هم سره نږدیوالی لري اوسنۍ څیړنې څرګندوي چې د دې دواړو ځينی جراثیمونه او هغه څه چې د اولاد په جوړښت کې رول لري سره یو شی اولادونه یې همرنګه شي.
دکاناډا د طبپوهانو ویناده چې دوی په ۳۳۰واده کړو نارینه او میرمنو خپلې څیړنې وکړې پای يې داشو چې اتیاسلنه د ښځې او خاوند جراثیمو او هورمونونو په یو والي ا ونږدیوالي سره د اولادونو رنګونه یو کیدای شي ځینې وخت داسې وروڼه ولیدل شي چې یود بل سره ېې رنګ نه شي پیژندل کیدای هغه د کاناډا د طبپوهانو څیړنه ده چې د دوه وروڼو رنګونه ېې سره یو کړي دي.



